قسمت دَ پښتنو


دَ زړونو نۀ چې لر نشي نفرت دَ پښتنو
خراب به دغه شان وي تل قسمت دَ پښتنو
پۀ نوم اوريدو غوني به زيګ زيګ شو په اغيارو
افسوس نشته اوس هاغه شان طاقت دَ پښتنو
پۀ لُور او خور سبق دے چا وېَلے داسې وائ
دَ دې نه به نور څۀ وي جهالت دَ پښتنو
تل پت،ښېګړه،توره وفا،ننګ ورسره
مينه هم دا څيزونه اوس دے ضرورت دَ پښتنو
يو موټے نۀ شوهر يو وائې زۀ يمه او زۀ يم
اغيارو ځکه وړے دے دولت دَ پښتنو
دا غم دے راسره کۀ داسې حال وي نو ورکيږي
بدليږي ورځ تر ورځه روايت دَ پښتنو
کارونه ئې دَ لاسه داسې اوشو اولا کيږي
هېڅ څوک نۀ خوخوي اوس رفاقت دَ پښتنو
بغېر دَ شر، آفت نۀ ګزاره ده ورته ګرانه
هېر خلقو نۀ شو ځکه شرافت دَ پښتنو
لمبې مو دَ وطن پۀ هره سيمه راخورې دې
پۀ داسې وخت کښې راغے حکومت دَ پښتنو
کۀ اوس ئې هم ځان اونه پيژندو نو داسې
ښکاري دَ دې نۀ هم خراب به شي حالت دَ پښتنو
پۀ خپله ئې ځان سپک کړو،دې کښې چاته ګناه نشته
يوه کاسيره نۀ دے اوس قيمت دَ پښتنو
خدايه ! هاغه تلي اتلان بيا راژوندي کړے
زۀ غواړمه چې اوکړي تربيت دَ پښتنو
تواب ترابى تل دغه دُعا کړي دَ خپل رب نه
چې زړونو کښې پېدا شي محبت دَ پښتنو
٭================٭
2008/6/25____ الرياض
 
تواب ترابى چکدره دير