
روهي( درې نۍ/۱۴ د کب)د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملګرو ملتونو له خوا تر بنديز لاندې ادارو او اشخاصو اثاثې کنګل کوي او په وړاندې یې فوځي ګامونه اخلي. د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې دا حکم یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يو امر په رڼا کې ورکړی دی.
دغې کړنې ته پاکستان وروسته له هغې غاړه کېښوده کله چې د فرورۍ په څوارلسمه د کشمير په پلوامه کې د جېش محمد وسله والې ډلې په ځانمرګي بريد کې د ۴۴ پوليسو تر وژل کېدو وروسته، هند د پاکستان پر بالاکوټ بمباري وکړه. بيا پاکستان د هند يوه الوتکه وويشته او يو پايلټ يې ونيو چې وروسته يې پرېښود.
پاکستان بهرنيوو چارو وزارت به اوس به نوې ژمنې وکړي ، چې د ځينو ډلو مرکزونه بندوي او د ځينو خلاف نور ګامونه اخلي. دا به د نړيوالو د خوشالولو لپاره وکړي.
خو هغه کار چې دغه هېواد ته ضرور دی د ترهګرو څخه ملاتړ لاس اخیستل دي