سب سې پهلې پاکستان (له هر څه وړاندې پاکستان)

پاکستان تش د اسلام په نوم له اوو تورو جوړ یو داسې هېواد دی، چې د سختې په وخت کې د جهاد په شمول شپږ واړه د مسلمانۍ ټولې بناوې تر پښو لاندې کوي او د پاکستان د جغرافیې ساتلو ته چې د نورو له غوښو څخه په نامشروع ډول جوړه ده لومړیتوب ورکوي.

دغه شعار یواځې د پاکستان پوځ نه زمزمه کوي بلکې د یا هېواد د ولس تر څنګ د هغوی علماء کرام چې دایم الوقت یې په افغانستان کې جهاد روا بللی دی هم همدغه شعار د خپلو ژبو ورد ګرځوي او پاکستان له اسلام څخه هم مقدم ګڼي، حال دا چې د عالی کلمت الله لپاره مسلمانان باید له خپل مال، سر او له هر څه شي څخه تیر شي.

د 2019 د فبرورۍ په 14مه د هندي کشمیر په پلواما سېمه کې هندي شبه نظامیان د جیش محمد ډلې لخوا، چې شمېره یې تر څلویښتو زیاته وه موخه وګرځول شول.

هندي حکومت یې په عکس العمل کې د پاکستاني کشمیر په ځمکو کې د جیش محمد جوړ کېمپونه بمبار کړل او دواړو هېوادونو یو بل ننګول پیل کړل.

په پاکستان کې ولسي تاثر داسې دی چې په پاکستان کې افغان مهاجرین او په افغانستان کې میشت ولسونه دې هم د هندوانو په خلاف د دوی تر څنګ ودرېږي او له هرې ممکنه لارې دې هند وننګوي.

اوس راځم خپل اصلي مطلب ته، چې افغانان ولې د هند او پاکستان تر منځ د ډرامیټیکو شخړو په صورت کې د پاکستان پلوي وکړي؟

هغه کوم مشترکات دي چې افغانان او پاکستانیان یې یو له بل سره لري او باید له سببه یې افغانان د پاکستانیانو تر شاه ودریږي.

د افغانانو د پاکستانیانو سره د ګاونډیتوب ور اخوا یواځینۍ اړیکه مذهبي ده پرته له مذهبې مشترکاتو نور هر څه مو سره بیل دي. که افغانانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او له دې سببه دې افغانان د هند سره د جګړې په صورت کې د پاکستان ننګه وکړي نو بیا دلته بله خبر دا ده چې هند او پاکستان هم سره ګاونډیان دي او مونږ ولې د دوه ګاونډیانو تر منځ د شخصي ګټو په سر په رامنځته شوي جنګ کې ورګډ شو؟

له پورته دوه اړیکو نورې اړيکې سره نه لرو او تفاوتونه سره پرېمانه دي چې دلته یې بېلګې راوړل شوي دي. مثلآ لنګ او پرتوګ سره یو نه دي، غوشې او دال سره اړخ نه لګوي، مونږ پرې مرو او دوی پرې ویاړي (ټیز)، ډوډۍ او چپاتي سره یو نه دي، زمونږ کلتور او د دوی کلچر سره ډډه نه لګوي او کابلی واورين ارګ هم د پاکستانی هغه سره یو ډول نه دي او همدا ډول بلا نورې نه اړخ لګوونکي مسایل شته دی چې نه غواړم وخت مو پرې ووژنم.

بله توده او اساسي خبره، کله چې د هند او پاکستان تر منځ لانجه راځي نو لانجې ته د چمتووالي په موخه ټول پاکستاني سیاستوال، ګوندونه او علماء د دغې شعار تر نامه لاندې چې :: له هر څه وړاندې پاکستان :: د هند په مقابل کې راپورته کیږي او سره لاسونه ورکوي پرته له دې چې د عالی کلمت الله هدف په پام کې ونیول شي.

نو کله چې د هند او پاکستان تر منځ جګړه غیر مذهبي ده او د دوه جغرافیو تر منځ ده نو بیا په کې د افغانانو خیر، چې یو غیر مذهبي جنګ ته ور دانګي حال دا چې افغانان په دې مشهور دي چې تل یې په مذهبي دفاعي او تعرضي جګړو کې برخه اخیستې ده.

د یادو دوه جغرافیو تر منځ بیا توپیر روښانه دی چې څوک له افغانانو سره څه ډول چلند کوي او د اړتیا په صورت کې افغانان د چا ننګه وکړي.

اوس خفه افغانانو ته یم چې د پاکستان غیر مذهبي جګړې ته مذهبي رنګ ورکوي او په خواله رسنیو کې په ماته ګوډه اردو لګیا دي هند ننګوي.
هاغه د مولانا بیجلیګر صیب خبره: ای شرمیدلو.
بابر امینزی