
آيا پوهېږئ چې (مسټر بين) ولې په خپلو کميډي خپرونو کې خبرې نه کوي؟
ژباړه ډاکټر نجيب ويال
مسټر بين په انګلستان کې د يو منځني اقتصاد لرونکې کورنۍ کې زږېدلی دی. د نوموړي پلار بزګر وو. د خپلې وړتیا په اساس نوموړي وکولی شول چې د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې داخله واخلي. مسټر بين په ياد پوهنتون کې د کميډي برخه غوره کړه او محصل شو.
مسټر بين په دې برخه کې پاتې راغی، ستونزه دا وه چې نوموړي د ژبې بندېدو مشکل درلود او په فصاحت او بلاغت سره یې خبرې نه شوې کولی. دغه برخه يې پرېښوده. د اکټېنګ برخې ته لاړ. له خبرو پرته د اکټېنګ برخه د ډېری تلوېزونونو لپاره د منلو نه وه او د مسټر بين غوښتنليکونه به يې ردول. نوموړی له ستونزو سره مخ وو، خو بيا يې هم پر ځان باور درلود او د وړاندې تګ هڅه يې کوله.
مسټر بين وروسته وپوهېدو، چې که چېرې يو شمېر فزيکي حرکتونه ولري، نو په ښه ډول ورسره خبرې هم کولی شي.
مسټر بين وويل، "وپوهېدم، چې که چېرې د وجود ځيني فزيکي حرکتونه تر سره کړم، نو د ژبې بندېدو ستونزه مې له منځه ځي." د ژبې بندېدو ستونزه تر يو بريده حل شوه، خو نوموړي بيا هم ونه شول کولی چې ځان په ټلوېزوني خپرونو کې بوخت کړي. مسټر بين ځکه د ټلوېزون پر پرده نه شول راتللی چې نه يې ښايسته مخامخ درلود او نه يې هم د اکټېنګ څېره.
مسټر بين ناهيله نه شو او د ټول ستونزو سره - سره يې د (مسټر بين) په نوم خپل پروګرام جوړ کړ. په دې سره نوموړي وکولی شول چې نړیواله څېره شي او د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې مېنوال پيدا کړل.
مسټر بين په اوس وخت کې د نړۍ د منځنيو شتمنو کسانو له ډلې دی او همدا ډول په مېلېونه کسان پروګرامونه ګوري او د دوی په شنډو يې خندا خپره کړې ده.