ولې او يا ولې نه ناروغيږی؟ د خپل وجود د دفاعي سېسټم په اړه دلته پوهه شئ

ولې او يا ولې نه ناروغيږی؟ د خپل وجود د دفاعي سېسټم په اړه دلته پوهه شئ
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال

ډېر ځلې انسان د ځينو مضرو شيانو په خوړولو، څښلو، تماس کې کېدولو او وجود ته دننه کېدولو په صورت کې بيا هم نه ناروغيږي، چې لامل يې د انسان د وجود دفاعي سېسټم دی، چې د ميکروبونو، مضرو بکتریاوو او ويرسونو پر وړاندې مبارزه کوي.

دفاعي سېسټم ته په انګليسي کې Immune System وايي چې له دوه برخو جوړ دی.
۱- Inate
۲- Adaptive

اِنېټ Inate هغه لومړۍ برخه ده چې هر هغه څه چې د وجود په اورګانېزم پوري تړاو ونه لري پيدا او تشخيص کوي. اِنېټ Inate بيا دويمې برخې يا Adaptive ادپټېف ته لارښوونه کوي، چې مضر او مزاحمت کوونکي څيز سره وجنګيږي.

له پښتورګو څخه ځانګړي د وينې د سپينو کروياتو حجرې چې د Dendritic Cells په نوم ياديږي او د دفاعي سېسټم د اِنېټ Inate برخه ده، چې د وينې د جريان په مرسته د Lymph غدو ته مالومات لېږدوي.

Lymph غدې چې د Adaptive ادپټېف برخه ده د T-cells په نوم ځانګړې حجرې لري، په دوامداره توګه د لېمف غدو او وينې ترمنځ په حرکت کې دي او پر وجود د بريد اوحملې خبر رسوي. د ټي-سېلز دننه کوچني حجرې دي چې وجود د بېګانه دننه شوي شي په اړه د دفاعي سېسټم غبرګون کنټرول کوي.

Dendritic Cells له T-cells سره يو ځای کيږي، د اغېزکوونکو په نوم نوې حجرې جوړيږي او په پایله کې وجود د دفاع حالت غوره کوي. هغه مالومات چې له وړاندې د Dendritic Cells په وسيله T-cells ته ورکړل شوي دي د هدف او بريد لاندې نېول کيږي. دغه حجرې په ډېر بيړه د مضر دننه شوي عنصر د له منځه وړلو عمليات پيلوي.

د انسان دفاعي سېسټم په بشپړ ډول د بهرني دننه شوي عناصر پر وړاندې پوره غښتلی دی. خو که چېرې د دفاعي سېسټم پورته دوه برخې سره همغږې نه وي او يا دا چې امېنيیو سېسټم اغېزمن شوی وي نو بيا مضرو شيانو ته ځواب نه شی ورکولی.

د يادونې ده چې د انسان د وجود غښتلتيا په خپله د دفاعي سېسټم غښتلتيا ده چې د ښه خوراک، ارام او استراحت کولو د نارغيو د پر وخت درملنې پر اساس ساتل کېدای شي.