د انسان زړه څنګه وينه پمپ او وجود ته رسوي؟ دلته يې ولولئ
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال
زړه يو عضلاتي ارګان دی. د هر انسان زړه د هغې د موتي په اندازه وي. د انسان زړه د هغې د سينې په قفس کې يو کمه اندازه کيڼې خواته پروت دی. زړه په لويه کې په دوه برخو وېشل شوی دی؛ ښۍ برخه او چپه برخه. دغه وېشنه د اکسېجن لرونکې او بې له اکسېجنه وينې پر اساس دی.
د انسان زړه په يوې دقيقې کې پنځه کورټ يا ۱، ۱۳۶ لېټره وينه پمپ کوي. په ۲۴ ساعتونو کې سل زره ضربان کوي او په يو کال کې يې د ضربان شمېر ۳۵ مېلېونه ته رسيږي. د کم اکسيجن لرونکې وينه په اسماني رنګ ښوودل کيږي او د زړه ښې برخې ته راټوليږي. ښۍ برخه ښی دهليز يا Right Atrium او ښی بطن يا Right Ventricle لري. کله چې ښۍ برخه وينه راټوله کړي نو بيا يې د ريوي وريد يا Pulmonary Arteries له لارې سږو ته رسوي. سږو ته د کم اکسېجن وينې په رسېدو سره دغه وينه د نوي اخېستل شوې اکسېجن په وسيله پاکيږي.
اکسېجن لرونکې وينه چې په سره رنګ ښوودل کيږي بېرته له سږو څخه د زړه کيڼې برخې ته ځي. د زړه کېڼه برخه د کيڼ دهليز يا Left Atrium او کيڼ بطن يا Left Ventricle جوړه شوې ده. پاکې شوې وينه د Aorta شريان له لارې د وجود ټولو برخو ته رسيږي.
د انسان په زړه کې څلور والونه دي چې وينه په جريان کې ساتي. د ښی بطن او سږو ترمنځ وال د Pulmonary په نوم دی. Tricuspid وال له ښی دهيلز ښی بطن ته وينه رسوي. Aortic وال د کيڼ دهليز او بطن ترمنځ دی او همد ا ډول Mitral وال له سږو څخه زړه ته پاکه وينه راوړي.
د زړه هر وال د زړه له هر ضربان سره يوازې يو ځل خلاصيږي او بېرته بنديږي. د والونو خلاصېدل او بندېدل له يوې خوا دي يانې وينه يوې خوا لېږدوي او بېرته په کې نه واپس کيږي.
د انسان زړه د ضربان په وخت کې فعال شمېرل کيږي او د دوه ضربانونو ترمنځ مودې ته يې د استراحت موده ويل کيږي. هرکله چې زړه ضربان کوي نو د Systole په نوم او هر کله چې استراحت وي د Diastole په نومونو ياديږي. د Systole په وخت کې د زړه څلور واړه جوفونه سره ټوليږي او وينه وجود ته رسوي او د Diastole په وخت کې څلور واړه جوفونه سره پراخه کيږي او له سږو ورته وينه رسيږي.
زړه په خپله هم وينې ته اړتيا لري او د پروتوپلازم په پار ورته وينه رسيږي. د زړه د عضلو پر سر رګونه شتون لري چې زړه د اکسېجن لرونکې وينې د رسونې مسووليت لري.
وروستي