که هره ورځ دوه کيلې وخورئ، نو څه به پېښ شي؟
ژباړه: ډاکټر نجيب ويال
د انسان وجود لپاره ډيری خوارکونه ګتور او د وجود روغتيا، سلامتيا او غښتلتيا سبب کيږي، خو کيله هغه ميوه ده چې د ښه خوند او بوی ترڅنګ لاندې ګټې هم په کې پيدا کولی شئ. که چېرې په منظم ډول هره ورځ دوه کيلې وخورئ نو وجود به مو لاندې پنځه ګټې د يوې مياشتې دننه خپلې کړي.
۱- وزن به مو کم شي:
کيله فيبري ميوه ده. کله چې کيله وخورئ نو بيا نورو خواړو ته اشتها نه کيږي. کيله همدا ډول نشاسته يا Starch لري چې د وزن لرونکي کس اشتها راکموي. دغه ميوه په وينه کې خواږه راکموي او د انسولين هورمون پر وړاندې د وجود حساسيت زياتوي. هر کله چې کيله وخوړل شي نو د وجود هغه حجرې چې د انسولين پر وړاندې ساکنې وي؛ فعاليت پيلوي او په مقابل کې په ډېرې کچې سره ګلوکز جذبوي. په دې سره د وجود پانکراس غُده په پراخه کچې ترشحات شروع کوي. نو په پايله کې هغه شخم يا غوړ چې په وجود کې توليديږي، په مقابل لوري کې يې نورې غُدې او هورمونونه ځواب وايي.
۲- پر شريانونو فشار نارمل ساتي:
په کيله کې طعبيي بله ګټه دا ده چې په کمه اندازه سوډيم او په ډېرې اندزې پوتاشيم لري. د سوډيم کمښت او د پوتاشيم ډيروالی د زړه د حملې په مخنيوي کې اړين دي. که هره ورځ دوه کيلې وخوړل شي، نو پر شريانونو فشار نارمل ساتي، د زړه د حملې مخه نيسي او د زړه د نورو نارغيو پر وړاندې وقايه کېدای شي.
۳- فشار او اندېښنې له منځه وړي:
کيله په خپل جوړښت کې د تريپتوفان Tryptophan امينو اسيد لري. هر کله چې دغه تريپتوفان د وينې جريان ته دننه شي نو اندېښنې او فشارونه له منځه وړي. د تريپتوفان Tryptophan په شتون کې وجود سروتونين اخلي او د سټرس په وخت کې سروتونين Strotonin د وجود اړتيا وي. سروتونين Strotonin ته د خوښۍ هورمون هم وايي. په منځني ډول د کيلې هره دانه ۲۷ ملي ګرامه مګنيزيم لري. د وجود د دفاعي سېسټم او د زړه د عضلو د غښتلتيا لپاره مګنيزيم اړين منرال دی. مګنيزيم د ښه خوب او ښه موډ لپاره هم اړين رول لوبوي.
۴- د وينې کمښت يا Anemia ناروغۍ خطر کميږي:
د ويني کمښت د بې خوبۍ، ستړيا او د رنګ د زيړوالي لامل کيږي. وينه هغه وخت کمه بلل کيږي ې په وجود کې د وينې د سرو کروياتو حجرې او هموګلوبين په کافي اندازه شتون ونه لري. کيلې په ډېره اندازه اوسپنه لري، چې وينه کې د وينې د سرو کروياتو د توليد لامل کيږي. کيله د بي شپږ ويتامين هم لري، چې په وجود کې د ګلوکز توليد نارمل ساتي او په پايله کې د کم خونۍ مخه نيسي.
۵- هضم کې مرسته کوي:
کيله په اسانۍ سره هضم کيږي. کيلې معده او کولمې د هضم په وخت کې په ستونزو کې نه اچوي. د نوم يا ناف د التهاب او درد په وخت کې هم د کيلې خوړل ګټور دي. او هر کله يو کس اسهال وي نو کيله د اسهال درملنه کوي.
وروستي