انځوريز ورغوي

 
ای ! راته وګوره په سترګو کې دې ستوري ژباړم
د لـــوی ښايست د خوږې ژبې نه څــو توري ژباړم
د پســرلي خوږې سيـــــلۍ ترې لوپټه جـــــګه کړه
د يار د څـــڼو ماښاميز ماښاميز ســــيوري ژباړم
هلـــته څلور جهــــــانه زور دلــــــيونۍ مينې دی
هغـه دوه کوره د غــونډۍ پر سر چې ګوري ژباړم
د کــــايناتو د ښکــلا وو انځــــــوريز ورغــــــــوي
د طبــيعت په ايينو كـــــې مـــــې چې ښوري ژباړم
د درد پر ســــرو پاڼو چـــــې کاږمه جــــلانه کرښې
ارمــــاني ژوند په احساساتو لــه هر لوري ژباړم