
استبداد: یو باچا یا ولسمشر څه وخت استبداد ته مخه کوي، او ولې په ولس باندې د حکومت کولو لپاره یوازینۍ تګلاره استبداد ګڼي؟، ځکه کیداشي استبداد خپل حکومت د بقا او پایښت لپاره یوازینۍ طرز ګني، بل کیداشي د استبداد حکومت راټوکیدل د حمکرانۍ کولو راز څخه د بی خبرتیا لامل وي او په خپل ځان کې د حکومت اداره کولو وړتیا نه ویني او کیداشي، د ښې حکومت والۍ مثال پخپلو سترګو یې نه وي لیدلی، او یا د یو هیواد چارې په سمه توګه د اداره کولو زدهکړه نه وي لیدلي چی بی له اسبداده ښه حکومت وکړي او د خلکو به منځ کې نیاو او عدالت تأمین کړي.
کله چی د استبداد حکومت پر ولس باندی حاکم وي ولس هم د نوموړي حکومت د راپرځولو لرې چارې په لټه کې وي که څه هم ولس یې تر موقت وخت پورې د استبداد حکومت باندی ظاهرا خپل رضایت ښکاره کوي مګر په دې مانا نه شوه چې د بدلون د راوستو پسې به لاس په کار کیږي نه او د حاکم مستبد حکومت په مقابل کې به هیڅ ډول خپل غبرګون نه تظاهر وي. عبدالرحمن، نادر شاه،د سقاو زوی، هاشم، او شاه محمود....... په دورو کې پر افغان مظلوم او کړیدلي ولس باندې ډیر ظلمونه وشل او ولس خت نا وخته کوچنیو ډلو په بڼه خپل نه رضایت څرګنده و؛ د عبدالرحمن په دوری کې عبدالرحمن ، خلک ډیر بیچاره ساتل شوي و، او ورباندې ډیر محدویدت او مختلفې مالیې وضع کړی وی، او عسکري کول جبرې شوې وه؛ او نادر خان چی د سقاو د زوی لوټ تالان دوره د ولس په ملاټر پای ته ورسوله او ولس سره یې د ښه حکومت راوستلو او پنځولو ژمنه کړي وه خو چی کله واک ته ورسید، خلکوه سره کړي وعدې او له نوموړي څخه چی خلکو کومه توقع او تمه درلوده او د دوی په اند چی په تاریخ کې په د ښه حکومت والۍ نوې څپرکې پرانیزي، درېغه! هيڅ و نه شول همداسې پر خلکو د استبداد تسلسل دوام درلود، او د خلکو موخه همدا، د نادر خان او ورپسې راتلونکې حاکمې دورې چي استبداد څرګ په کې ښکاریده، راپرځول ورګرځیده.
اوس مهال هم د حکومت مقابل کې کومې ډلې چی د جګړې ډګر ته راوتلې دي او جنګیږي او د دې ډلو بیرغ لاندې کوم شمیر وګړي راټول شوي دي ایا په حقیقت کې دوی ټول د مشخصې ډلې د ځانګړو موخو لپاره جنګیږي ؟ څه فکر کوئ دوی په حق کې به داسې څه نه وي ترسره شوي چی جګړې کولو ته وجدانا مجبوره شوی وی، پخپله حکومت او نور ملاتړیان یې بیلا بیلو بهانو او نامو باندې بنديحانې ته یې اچوي او کورونه یې بمباروي، د دې حالت سره نه پوهیږی څه ډول چلند غوره کړی، نه یې آواز څوک اوري نه یې څوک په پرهارونو د تسلیت او نیاو پټۍ کیخودلای شي، په داسې وضعیت کې د خپلو سترګو په وړاندې یواځنې انتخاب د مستبد حکومت په ضد د سید کمال ، عبدالخالق او .... دریځ غوره کولو ته اړ ایستل کیږي.
د واک انحصاریت :
د انسان په بدن کې د شتو غرایزو څخه یوه غریزه د حرص ده او دا حرص بیا د انسان په ژوند کې هغه وخت کله چی د خپل ورځني ژوند کې د ډیرو څه په خپل واک کې د رواستلو لپاره هلې ځلې او منډې او تړرې کوي تر څو، مبادا نور خلک یې لاسته را نه وړي او ورڅخه برخمن نه شي، په انحصاریت بدلیږي.
انحصاریت نه یواځې د یو شی ملیکت په اړه، چی د بل شخص په ملکیت کې و ي ، ورڅخه په ز وره او جبر سره لاسته راوړلو سره د هغه شی خاوند شي، نه محصریږي بلکې لمن یې پراخه ده، د بیلګې په ډول د یو هیواد واکمني او ریاست او داسې نور؛ انحصاریت چی بیلګې یې په تاریخ کې ډیرې دي او کومې پایلې یې چی درلودې، په لوستلو سره لوستونکی دې پایلې ته رسیږی چی انحصاریت موقت لپاره وي او ډیر زر پای ته رسیږي.
په افغانستان کې د جګړې دوام لاملونه له ډلې یو په کې د واک انحصاریت دی؛ روسانو سره په جګړې کې ښکېلې ډلې په جکړې کې یو برابر برخه نه درلوده بلکې د اسلام او وطن ارزښتنو ته ژمنتیا او درناوۍ ته په کتو ډيرو کمو ډلو په جګړې کې ډیره اغیزناکه ونډه درلوده او هغه ډلې چې کمه ونډه یې درلوده په ښکاره یې د جهاد شعار ورکول او خپل ملاتړیان یې دروسیې په ضد جګړې ته هڅول، خو په اصل کې د روسانو سره پخلا کیدو او دوی سره د وطن ورانولو په بدل کې مادي امتیازاتو په لاس راوړلو ، کې کډون او دې ته ورته نور ې معاملې ترسره کولو ته تمایل درلود؛ همدا کړنې د دوی په زړونو کې د واک انحصاریت موجودیت را بر سری کوه، وخت په تیریدو دا غوښتنه په څرګندیدو شوه او لا ډیر کار کول او کوښښونه زیات شول تر څو په حقیقت کې وښایي او خپل د زړه ارمان ته ورسیږي ، همداسې وشول؛ داخلې جګړې ، بې اداری او خپلسری حکومت او ورسته د طالبانو رژیم په وخت کې او د طالبانو په ضد ډلې ټپلې راسره یو ځاې شوي وې چی دوی له واکه بې برخې کړي او د هیواد واک په خپل انحصاریت کې واخلي، نه ورته د اقتصادي،ټولنیز کاواکه وضعیت اړین و، او نه ورته په پردیو لومو کې تر ډیرې کچې پرېوتل او د دوی په اشارو خپلمنځي جګړو باندې اخته کیدو، مهم ول بلکې ګټو او واک چلول ، په محدودې ساحې باندې ولې نه وي، ورته ډیر ارزښت درلود.
واک ته رسیدلو لپاره او واک انحصاریت ولو لپاره نوې لارې په لټو کې شول ، په غیرې مستقیمې لارې باندې ونه توانیدل چې موخې ته ورسيږي، خو دا ځل یې مستقیما خپلو حامیانو څخه یو ملاتړی سره د جوړجاړې له لارې د کفارو پښه یو ځل بیا افغانستان ته د دې لپاره راوستلو ته هوډ وکړ چی ډیر واک به دوی ته سپارل کیږي او واک به، که د ولس د مرګ بیه او وطن ورانولو ، او نوې مضر نهادونو په رامنځته کولو په توان تمام هم شي ، د د وی په انحصاریت کې وي.
همدا غیمزه له هغه وخته چی د واک انحصاریت لپاره عملا لاس په کار شول او تر اوسه دوام لري او همغه تاریخ تېر شوي او په ولس باندې تحمیل شوي څیرې چې سیاسون او د وطن مشران او مطرح څیرې بلل کیږي ، له هم د واک په ا انحصاریت لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوي مګر پایله به یې هغه وضعیت ته ورته وي چی هیواد به پخپل حال پاتې او له ګاونډویو او منطقوي هیوادونو څخه په هره برخه کې د سیالیو په ډګرونو کې د اخري مقام درلودنکی وی.
استعمار: کله چی یو هیواد خپلې ګټې په بل هیواد کې وویني نو په هغه هیواد باندی مستقیما د جګړې او غیر مستقیما د فکر په تسخیرولو سره د خپلو ګټو د تحفظ لپاره په هغه د خپلې ولکه د ټینګولو لپاره ډیر جسارت سره کار کوي؛ افغانستان د انګریزانو د استعمار لاندی هغه وخت راغی کله چی انګلیس، مستقیما او غیر مستقیما مداخلو په واسطه شاه شجاع فکرا اوعملا دې ته وهڅوه چی د دوی مالیي او دفاع ځواک په ملاتړ کابل ته ننوځي او خپله پاچاهی اعلان کړي، ځکه فرانسې او روسیې په دې راسره اتحاد کړی و چی د افغانستان او ایران له لورو هند ته ننوځي او انګلستان ورڅخه وشړي او هلته خپل د سوبیالي توغونه څپانده وساتي. نو ځکه انګلستان له بیرې افغانستان مستعمار کولو ته طرحې ترسیم کړې تر څو د کالونو زیار چی په هندوستان کې ویستلې و عبث لاړ نه شي، که څه هم انګلستان دو ځلې ماتې وخوړه او درون او سخت زیان په لیدو هم خپل ښکیلاکي چارو ته دوام وکړ او په راتلونکی کې د خپلی خوښی کسان د واک کدۍ ته ورسول، او لاسپوڅو پاچاهانو د خپل بادار زړه کارونه بی له ځنډه سرته رسول نو خلک یې دې ته مجبور کړل چي بی له دې چی خپل ژوند حاضر وخت سره عیار کړي او خپل هیواد په خپلو پښو ودروي، جګړو ته لاس ورکړ او د خپل ورځنې ژوند شغل او کسب وګرځو تر هغې چي یو خپلواک حکومت رامنځته کړي.
اوس یواځې لورې بدل شوې، اوس مهال په افغانستان کې د انګلستان په ځاي امریکه عینا د انګلستان چارې په نوې بڼه، وسایلو او پوره هوډ سره پرمخ بیایي.