سیار جومات

تاریخ یواځې مونږ د جګړو او هیوادونو نیولو نه نه خبروي بلکې مونږ له دې نه هم خبروي چې مونږ نه وړاندې خلکو ژوند څه ډول و؛ کوم هیواد د بل هیواد نه په کوم برخو کې مخ په وړاندې کللی و او د دې پرمختګ لارې چارې څه وې دا راز دا له دې مو هم خبروي چې په لومړې ځل د انسانانو په ژوند کې نوی شی د چا لخوا جوړ شو. دې ته ورته له ډیرو نورو شیانو مو خبروي چې زمونږ په فکر به هم نه ګرځي او نه به مو تراوسه اوریدلې وي ځکه تاریخ داسې لنډ او تر څو پیړېو پېښو پورې محدود علم نه دی بلکې ډیر اوږد او پراخ علم دی؛ مونږ ه له سلهاوو کلونو پخوا د ژوند څرنګوالي نه خبروي.

فکر کوم د ګوډ تیمور تاریخ سره به تر یوې اندازې اشنائي لرئ او د نوموړي د جګړو او ظلم، استبداد کسیې به مو اوریدلې وي. خو راځئ د ګوډ تیمور تاریخ یو بله پاڼه راواړوو چې د ظلم او ستم نه خالي وي.

د ګوډ تیمور په یادښتونو کې راځي چې ګوډ تیمور ډیر ذهین او په وړکوالي کې یې قرآن هم حفظ کړی و . د نوموړي د حفاظې په اړه د هغه اسقف په یادښوتو نو کې داسې راغلی: که ګوډ تیمور چیرې په ورځ کې سلو کسانو ته لارښوونه کړي وي نو هغه ټولې لارښوونې او د سل کسانو نومونو سره یو ځاې یې په یاد پاتې کیدل ، کولی شوای چې د ټولو کسانو نومونه او لارښوونې درته بیا ځلې ووايي. ګوډ تیمور سره یو سیار جومات هم و .
 
کله هم چې کوم لورې ته یا کوم هیواد او ځاې نیولو په تکل وته نو خامخا به یې ځان سره سیار جومات وړ، د ګوډ تیمور سیار جومات لرګیو نه جوړ شوی و چې په پینځه ویشتو اسونه باندې به یو ځاې نه بل ځاې ته وړل کیده او په دوه رنګونو سور او شین رنګ شوی او په سر یې د میاشت نښان و. یوه ورځ چا ترې د سور او شین رنګ راز پوښتنه وکړه چې څه مفهوم لري؟ ګوډ تیمور ورته وویل: سور رنګ په اسمان کې د خدای قدرت په معنا دی او شین رنګ په ځمکه د خدای قدرت په معنا دی.