کم عقله!

په نړۍ کې هر څوک یو بل ته، له هر لحاظ نه که هغه د علم په کچه، دلیکلو ښه طرز درلودل، شتمني او په یو بل مسلک کې ماهره او داسې نور چې یو شخص په بل شخص باندې غوره بلل کیږي، فرق کوي؛ او دا هم جوته ده چې خلک به داسې اشخاص لیدلي یا ښایې په راتلونکي کې هم وویني چې په بیلا بیلو برخو کې سره مشابهت ولري مګر دا ناشوني ده چې هېڅ د افتراق ټکي په کې نه وي، که لګ ورته ځير شو خامخا به وي او یو بل په پرتله به غوره بلل کیږي. همداسې زمونږ په ټولنې کې د یو شخص په اړه قضاوت مختلفو اشخاصو لخوا په مختلفو اصطلاحاتو سره کیږي چې له هغو اصطلاحاتو له ډلې یوه یې کم عقله! اصطلاح ده ؛ چې دا اصطلاح بیا ګڼ کارونځایونه لري، چې څو یې زه دلته لیکم.

یو ښوونکی زده کوونکی ته هغه وخت چې تېر درس یې سم زده کړی نه وي، د خپل درسو کې د ناغیړې لامله ورته د کم عقله اصطلاح کاروي چې بیا داسې په درسو کې تنبلي ونه کړي. همداراز یو ملګری چې د بل ملګری په کړنې چې یا به یې د ده خبره نه وي منلي یا به یې د ده د خوښې کار نه وي کړی، خواشینې به شي او دا خوشیني یوازې ورته کم عقله په ویلو رفع کوي.

د یوې ډلې مشر چې ما تحت یې د قوماندې مطابق کار سم سرته ونه ورسوي نو مشر به دوی ته د مشر بې احترامي او مشر د امر په مقابل کې بې اعتنائي باندې ورته کم عقله وایي چې بیا ځلې داسې تکرار نه شي . له کم عقلۍ اصطلاح نه هر څوک بیل تعبیر لري چې له کم عقلۍ نه مانا څه ده!؟ کم عقله یانې د څه شی کولو وړتیا نه لرل که چېرې کوښښ وکړي ښايې وړتیا یې پیدا کړی.

کولای شو کم عقل په دو ډوله، حقیقي او مجازي باندې وویشو. حقیقي کم عقل عبارت دی له حجر، عته او سفه اشخاصو څخه چې هر یو یې ځانګړې تعریف،ځانګړنې او په شریعت او وضعي قوانینو کې ځانګړي احکام لري.

دویم مجازي کم عقل دی، چې بعضې وخت یو شخص بل ته په ورځني ژوند کې په ټوکو یا په غصه کې ورته کم عقل وایي خو کم عقل وي نه.

مګر دومره ده چې څوک چاته بې عقل ووایي موخه یې مخاطب نه بغیر بل څوک نه وي او نه دایم همداسې کم عقل وي او نه به یې څوک تر هغې کم عقل و بولي، چې په هر ځاې کې او په هره برخه کې په کار بوخت وي خپل کار په خپل وخت او په سمه توګه سرته ورسوي.