
ولسمشره! ولس در څخه ګيلامن دی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د ولسمشر غني په وړتيا، پوهې، تجربې، هېواد پالنې او مبارزې کې شک نه شته. د افغانستان په څېر په يو هېواد کې چې د جګړې شرېره کړۍ پرې چاپيره وي، زورواکي د ولسپال په لباس کې دننه شوي وي، د سيمې او نړۍ هېوادونو په خپلو ګتو پسې دلته سر وي، هره سمونکې کړنه نيوکه کيږي او د تعصب نوم ورکول کيږي او له هر سمون سره یې خلک حساسيت ښيي، نو دومره وړاندې تګ چې ولسمشر غني وکړ د ستاينې دی.
په لويه کې مونږ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هېوادنۍ مينه او ورسره احساس ستايو خو په ورته کې ترې ګيلې هم لرو. زمونږ د ګيلو لامل ښايي د ولسمشر ځينې عمدي او غېرې عمدي کړنې وي. که له نن يې پيل کړو، نو په دې نه يو خپه چې ولسمشر ولې له یو هزاره ورور سره ولېدل او غږ يې واورېد، په دې هم نه يو خپه چې ولسمشر هغه ونازولو؛ که پرې خپه شو نو د خدای پر وړاندې به ګرم وو او د تعصب په مرض به هم اخته وو. خو خپه دې يو چې؛
- ولسمشره! د عمصت الله علي زاده ستونزه دومره نه وه، چې تا د خپل بوخت وخت څو ګړۍ ورکړې او سرور دانش دې پرې خوښ کړ؛
ولسمشره تا کولی شول د ځانګړو لارښوونو به اساس دې ياد ورور ته حق رسولی وای او چارواکو ته دې په دې برخه کې لازمې لارښوونې کړې وای. ولسمشره! له عصمت الله علي زاده ډېر مهم هغه هلمندی ځوان دی، چې د خپل ځان او کورنۍ ستونزې يې تاته نه دي ساتلې، بلکې د ستر پښتون ولس او جګړه ځپلي هلمند ویر درته کوي.
ولسمشره! بل انتخاب نه لرو. په څرګنده به درته ووايم، که په شته نوماندانو کې مي يو کوم بل کس له تا لږ غوره لېدلی وای، نو ستونزمنه وه چې بيا مې ستا ملا تړلې او بابا مې درته ويلی وای.
ولسمشره! ښايي له تا به هير وي، خو زه به يې در ياد کړم؛ خوست ستره قرباني درکړه؛ نه دې برېښنا ورته راوړله، نه خوستيان د هوايي دګر څښتن شول، نه دپاچا خان پوهنتون ورته جوړ کړ او نه دې هم د ګلام خان لار ورته ټرانزېټ کړه؛ خو ګوره نن بيا هم خوستی ولس در سره او په راتلونکو ټاکنو کې به بيا تا تر ارګ رسوي.
ولسمشره! خبرېږو چې يو څو ولسوالۍ ولايتونه کوې. د هېواد په هر ګوټ کې چې وي، حق حقدار ته ورسوه، خو که چېرې په پدې پار چې محقق، عطا او دوستم پرې خپه نه شي؛ شینواري، شينډنډ، تکاب، ارګون... همداسې په ولسواليو کې ساتې او يا هم ور سره جاغوري او نور ولايتونه کوي، نو د واک د سیاسي وېش په ډول به د وګړو ډيموګرافيک او جغرافيوي وېش هم سياسي شي. ولسمشر پام دې وي، چې کله پنجشير او دايکنډي ولايتونه کېدل، نو هغه وخت چا شینواري او شينډنډ ولایتونه نه کړل. ته خو به هم خبرې وې، چې شينډنډ او شینواري سترې ولسوالۍ دي؟
ولسمشره! مونږ له ډېر درده د انقلاب تږي يو، کوم ډول چې په ظاهري ډول د هېواد پالنې چيغې وهي او په حقيقت بيا داسې کوم څه نه ښکاري نو ولس ته په ډانګ پيلي ووايه؛ که د زورواکو، فسادګرو او نور عامونو پر ځای، احمد - محمود ځانګړي نومونه واخلې او د امريکا په شمول ټول هغه ولس ته وښيي چې مجبور کړی يې، نو ډادمن يم چې قرباني ته تياري دي او ملا دې تړي. خو که چېرې ژمنو پسې ژمنې ورکوې او ملت د سياسي معاملو ښکار کوې، نو هم ځان او هم دوی د بدبختۍ کندې ته اچوې.