ولسمشر غني یې بیا څنګه ګټي؟

د ملي وحدت حکومت پای ته رسیدونکی دی. یعنې خپله قانوني موده یې پوره کېږي. له بلې خوا، دا ځل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره څو سیال ټاکنیز ټیکټونو نوم لیکنه کړې. دا وار کيسه اسانه نه ده، چې له وړاندې دې د بریا پرېکړه وشي، بلکې دا ځل په حقوقي او ولسي لحاظ ټيکټونه ډير سیال جوړ شوي.
 
سوله او اعتدال ټیکټ چې مشري یې د امنیت شورا پخوانی رییس محمد حنیف اتمر کوي، بل دولت جوړونکي چې مشري یې د برحاله واکمن محمد اشرف غني په غاړه ده. له دې پرته په ځینو نورو ټیکټونو کې هم د وخت مهم سیاسي مشران او رهبران ونډه لري؛ لکه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، ډاکټر عبدالله عبدالله، شیدا محمد ابدالي او ځینې نور. خو ددې مهمو ټیمونو له منځه ښاغلی غني یې ولې ګټي. په دې اړه مې په دې لیکنه کې څو ټکي راخیستي.
 
څنګه مې چې وویل، په دولت جوړونکي ټيکټ کې مشر اوسنی حاکم اشرف غني او مرستیالان یې د کورنیو چارو وزارت مخکینی سرپرست وزیر امرالله صالح او قانون پوه سرور دانش دي. که څه هم امرالله صالح په اوایلو کې د غني کلک مخالف پاتې شوی، خو اوس ورسره د سیاسي جوړجاړي له مخې یو ځای شوی.
 
ممکن په یاد مو وي، چې کله د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو و؛ غني ولسمشر اعلان شو، نو تر ټولو وړاندې صالح د پاڅون او د ارګ نیولو نارې وهلې. همدارنګه صالح د غني په لومړیو دریو کلونو کې هم د نظام کلک مخالف پاتې دی، خو کله چې ولسمشر د کورنیو چارو د وزیر په توګه ومانه، نو ده خپله د واک ساتلو  پوه او تجربه ثابته کړه نو غني یې په لومړینو څو تبلیغاتي هڅو متاثر کړ ځکه د دولت جوړونکي ټیکټ لومړی مرستیال غوره شو.
 
بل سرور دانش حقوقي او قانون پوه دی. له نورو دی د قانون په جوړښت او تطبیق ظاهراً ډير پوهيږي. دی له غني سره د ملي یووالي په حکومت کې هم دوېیم مرستیال دی. څو میاشتې وړاندې، غور ولایت ته د سفر پر مهال ولسمشر غني یوې لویې غونډې ته وویل، چې سرور دانش به بیا ورسره په ټاکنیز ټیکټ کې فعاله ونډه ولري.
 
راځم خپل بحث ته؛
ښاغلی غني د وخت حاکم یا د نظام برحاله مشر دی، نو له همدې امله یې د دولت ډول امکانات دده په قبضه کې دي. بل هېڅ سیال یې ددې جوګه نه دی، چې له غني سره په سیالۍ کې مخته لاړ شي ځکه غني له وړاندې له ټولو دولتي امکاناتو څخه د راتلونکې کمپاین لپاره، ځينې جریانونه رامنځته کړې دي. د همدې لپاره یې ډيرې مهمې ګومارنې ترسره کړې. له دې پرته په وروستیو کې یې ځینې هغه حساس مسایل هم را وپارول چې ګواکې په دې سره د ولسونو رایه را خپله کړي.
 
په همدې پار یې د هېواد په ګوټ –ګوټ کې بانفوذه خلک په یو او بل نوم او حتی په رسمي ډول د مشخصو دوسیو له مخې ونیول، ترڅو وښيي چې غني د زورواکو او قومندانانو پر وړاندې کلک دریځ لري. بېلګې یې ډيرې زیاتې دي. د قیصاري له نیولو واخله ان د پکتیکا تر یوه ملي تجار میرزا کټوازي پورې؛ کټوازی له پکتیکا ولایت څخه د ۱۳۹۷ل کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې د یاد ولایت تر ټولو ډيرې رایې وړي او بریالی شوی هم دی.
 
ولسمشر غني ته یې نیږدې ملګرو له کټوازي ویلي، چې ګواکی دی په راتلونکي ولسمشري ټاکنو کې د لویې پکتیا د اتمر ډلې د ټاکنیز کمپاین مسوول ده، نو ښکاره په همدې خبرې سره کټوازی نیول شوی او پنځه کلنه مخکینۍ دوسیه یې را سپړل شوې، ترڅو غني نوموړی له اتمر وګرځوي او دده په نفعه کار وکړي.
 
فکر کوم کټوازی به لومړی کس نه وي، چې ولسمشر غني او ملګري یې ورته توطیې جوړوي، بلکې له دې پرته دوی ډير نور حساس – ملي مسایل هم راپورته کړي دي.
 
رسنیو هم راپورونه ورکړل، نورو مدني ټولنو او احزابو هم خپل غبرګونونه وښودل، چې حکومت ځینې ګومارنې له وړاندې د کمپاین لپاره ترسره کړي. بل هغه چارواکي یې له صحنې ووېستل، چا چې د حکومت/ دولت جوړونکي ټیکټ مخالفت کړی. حتی ښاغلي اتمر له اوسه خبر ورکړ، چې له راتلونکې لویې جرګې څخه به شخصي ګټه نه اخیستل کېږي، نو له دې ښکاري چې حکومت د لویې جرګې څخه د ګټې اخیستلو تابیه هم کړې ده.
 
بل د سولې وروستۍ هڅې هم بې څه نه دي. حکومت غواړي د سولې کرېډيت هرڅومره ژر چې کېدای شي، ترلاسه کړي. همدې لپاره یې، د ولس لپاره تبلیغات پیل کړي، چې ګواکې تر ټولو دوی سولې ته لیواله دي او حکومت تل وسله وال طالبان پړه ګڼلي، چې له دوی سره د خبرو اترو میز ته نه کیني او له امریکا سره خپل مذاکرات مخته وړي.
 
له ګاونډيانو سره د حکومت له اوسنیو اړیکو هم ښکاري، چې دوی ولس ته په سترګو خاورې ور شیندي ځکه اوس حکومت د ولس را بیدارولو لپاره د ګاونډیانو پر وړاندې دریځ جدي کړی.
 
له دې سره په خوا کې د ولسمشر هغه ټوېټ چې په پاکستان کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ملاتړ ولیکه. دې ټوېټ په کور دنننه او بهر ډير غبرګونونه را وپاراول او ولس یې هم په پراخه توګه هر کلی وکړ نو ځکه په پورتني تحلیل ښايي ولسمشر غني یو وار بیا راتلونکې ولسمشري ټاکنې وګټي.