
د شلو ميليارده ډالرو پانګونه اچونه به د سعودي لپاره د پاکستان غوندې يو بېثباته اقتصادي او ترهګرو پالونکي ملک کې ښه ځيری نه وي
شهزاده محمد بن سلمان بايد لږ له ساړه دماغه کار اخېستی وای
رحمان بابا :
هر سړی د خپل مطلبه پورې يار دی
ما د خدای لپاره يار ليدلی نه دی
دلته په غرب کې که څوک عرب ته د خوشالۍ په پار د يو مسلمان په توګه د جومات په خوله کې هم ستړي مه شي وکړې، نو داسې انګيري چې دې سړي زما شکوڼې ته اېښې ده او داسې انګيري:
He wants to rob me.
د شلو ميليارده ډالرو تړونونه به د سعودي د مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره لا ستره او سخته وخيمه ضربه وي چې په راتلونکي کې به سعودي ورسره لاس وګرېوان شي. سعودي د پاکستان غوندې يو ملک کې چې له اقتصادي رکود سره مخ دی او هم له بل پلوه د پرېمانه پورونو له سودي ورکړې نه کړيږي. د يمن په جګړه کې هم ښکېل دی، نو دا به داسې وي لکه يو څوک چې خپله پانګه پر اور وسوځوي.
پاکستان د سعودي شهزاده شاهانه هرکلې وکړ
https://www.pashtovoa.com/a/pakistan-royal-welcome-to-mohammad-bin-salman/4790879.html