
د کليزې په پلمه!
شمس رحمانزی
دا سړی مې دوست، همفکره، د کلي او د ورورۍ په تار سره تړلي يو. لوړې زده کړې يې د هندوستان په يو معتبر پوهنتون (Savitribai Phule Pune University) کې د سياسي علومو (Political Science) په برخه کې کړې دي. په نړيواله ژبه (انګلېسي) کې شپږ کاله تدريس کړی او تر بندګي وس يې د افغان زورېدلي ولس بچيانو ته خپل زده ورسولي دي.
شمس رحمانزی د نورو هنرونو ترڅنګ د وياندويۍ وړتيا لري او هغه وخت چې په خوست کې وو، د ګڼو سياسي او علمي غونډو دريځ چارې (انانسرۍ) يې تر سره کړي. خپل سياسي فکر یې په ان لاين او چاپي رسنيو کې خپور کړی او په دې برخه کې يې په سلګونه مقالې لېکلي دي.
د مسافرۍ په ديار کې يې هم په پونه ښار کې د افغان محصلانو اتحايې مخکښ وو، په مدني يونونو او ملي مسايلو کې يې برخه فعاله وه. له تېر يو کال راهيسې په روهي رسنيز مرکز کې مسووليت لري او تر ډېره په کې بريالی دی.
اوس مو هڅولی او ان چې قانع کړی، ترڅو عملي سياست يې ور دننه او د ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې يې له خوسته نوماند کړو. که ملا یې وتړئ، نو ډاډمن یم چې پرې پېښمانه به نشی.
دغه ځوان د خپل ژوند ۲۶ پسرلي تېر کړي او نن يې د ژوند ۲۷ پسرلی پيل کړی. راتلونکی ژوندی يې اوږد او برياوو ډک غواړم.
د علم او پوهې په کهکشان کې همداسې د تل لپاره تر ټولو ځلان شمس ووسه!