ماښام د پورې غره پر څوکه درګه رپیدله
سهاره پورې ټوله شپه مې سترګه رپیدله
چنار یار یې لیدله ورته ټول و سترګې سترګې
نرۍ سروه له سروې سره غبرګه رپیدله
سیلۍ دبیلتانه یې د ژوند پاڼې خوځلې
دا څانګه داسې نه وه چې له مرګه رپیدله
دزړه پر ولسونو یې واکمن پاچا جانان دی
په نوې پاچاهۍ کې دا تر ارګه رپیدله
نازل کړ پرښتي چې بري الهام دیوان د میني
(انګاره) په لوستو یې ټوله پرګه رپیدله
زاهد شاه انګار
خوست
وروستي