غزل

غزل ته مې رادرومي ډیرې ښکلې کلیمې
نور نه پکې راوړمه سولیدلې کلیمې
 
له څنګه دې چې تیرشوم بې پروا غوندې جانانه
بخښنه غواړم خیال کې مې اوبدلې کلیمې
 
راشنې چې شي او څانګې څانګې راشي پر کاله یې
پرځمکه د هنرمې وکرلې کلیمې
 
په تور ټیکري یې لیک دي یوکتار دغم سندرې
څو ګونګې پکې ما ندي لوستلی کلیمې
 
د سترګو سره شفق یې خړماښام پروطن راوست
اسمان کې سپوږمۍ ستوري سوځیدلې کلیمې
 
وي ستنې په وریښموکې یا وریجیو کی دي شګې
په شعر کی نور مه راوړئ کنځلې کلیمې
 
(انګاره) نرۍ سروه دې چې مخکې په سجده شوه
تر کلي مې له ځان سره ویلې کلیمې
 
زاهد شاه انګار
خوست متون کجیري کلې
د وږي دریمه ۱۳۸۹