
په کابل کې د پاکستان دويم سفارت دې وتړل شي!
ډاکټر نيک ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ډېری افغان سياسي شنونکي او عام افغانان له تېرو ۴۰ کالونو راهيسې دا ادعا کوي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي. دوی د افغان روان بحران لامل د پاکستان پوځي، استخباراتي او اقتصادي مداخله يادوي او باوري دي چې پاکستان دغه چاره د افغانستان د ځپلو، کمزوري کولو، لاس پوڅي کولو، ورانولو او د خپلو ګټو د خونديتوب په پار کوي.
د استخباراتي او سياسي لاس وهنې يوه ترټولو غوره لار د موخې هېواد يو شمېر پردي پاله، خرڅ شوي، پرديو ته ژمنو، وجدان خرڅونکي، په پټه او يا جوته جاسوسان کېدای شي.
له ډېره بدمرغه چې افغانستان هم د خپلو ځينو نااهلو زامنو له له لاسه تر نن ورځې د اور په لمبو کې سوځيږي. يو شمېر په غټه خرڅ شوي پردي پاله افغانان په څرګنده او يا هم د ملت د نوم تر شا په پټ ډول د بهرنيو کړيو په دام کې ګېر دي او د هر ډول ناخوالې مسووليت يې بايد په اوږو واچول شي.
له غرب شروع، بيا تر عرب؛ له پاکستان شروع بيا تر ايران او د سيمې - نړۍ نورو هېوادونو د خپلو ګټو د ساتنې په موخه ځيني افغانان د جاسوسۍ په بدنامه دام کې ګير کړي او د خپل هېواد د ملي ګټو په پار پرې خپل کور (افغانستان) ټوټه کوي.
پردي پاله افغان جاسوسان يا په ډېر مهارت سره د خلکو منځ ته ننوتي دي او يا هم په مستقيم ډول د هېواد له ملي ارزښتونو سره ضدیت ښکاره کوي او نورو ته د خپلې جاسوسۍ وفاداري ښيي.
په پاکستان او ايران کې روزل شوي پردي جاسوسان د افغانستان د بربادۍ يوه اسانه لار د وروڼو افغان قومونو، مذهبونو، سيمو او ټولنو ترمنځ د نفاق اور شيندي او له دې لارې موخې ته ځانونه رسوي. د سرو کرښو، لکه ډيورنډ، لر - بر يو افغان، ملي بيرغ، ملي هويت، ملي نښان، ملي تاريخ .... په اړه حساساسیت پارونکې څرګندونې هغه څه دي چې دوی ته د فعاليت لار اسانوي. له بيلتون څخه پيل او تر نن پوري، د ډيورنډ کرښې لر او بر پښتون ځان افغان بللی او د لوی افغانستان د جوړوښت داعیان دي. په لر افغان درد بر افغان دردوي او همدا ډول يې وينه په يو - بل کې جاري ده.
په دې وروستيو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خيبر پښتونخوا د پښتنو د پيل شوي سوله ييز لاريون په اړه ټوېټ وکړ او د پښتون ولس پر سر د تپل شوي ستم په اړه يې اندېښنه وښووده. د ولسمشر غني د ټوېټ په وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير او يو شمېر نورو تش په نوم پښتنو فعالانو غبرګون وښوود او دغه ډول چارې يې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه ياده وکړه.
دا چې پاکستان ولې له پښتون ولس سره داسې کوي او په دې برخه کې د افغان حکومت او افغان ولس مسووليت څه دي، يوه جدا موضوع ده، خو په افغان خاوره دننه، پردۍ پالنه او د حکومت له ادرسه د پردۍ پالنې غږ پورته کول، په رېښتا هم سرې کرښې ماتوي.
په خيبر پښتونخوا کې له پښتنو سره د ولسمشر غني د خواخوږی په اړه د اجرائيه رياست منفي غبرګون هم له شرم ډک دی، هم يې نړيوالو ته د افغانانو نفاق ور په ګوته کړ، هم يې د مېلېونونه لر او بر افغان زړونه مات کړل او هم يا يې دا څرګنده کړه چې د پاکستان د غږ مثبت غبرګون دوی دی او هغه څه چې پاکستان يې بايد له خپل رسمي ادرسه د افغانستان په اړه ووايي، اجرائيه رياست يې په افغانستان کې دننه د افغانستان په اړه ورته وايي.
د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي په ډېر جرئت او سپين سترګی سره وويل، چې د لر - بر افغان په نوم څه نه شته، هغه د يو او مونږ د بل هېواد اتباع يو او که چېرې د کرښې له هغه غاړې پښتون سره د کرښې دغه غاړه ولس او حکومت همدردي ښيي، نو دا چاره غلطه او د پاکستان په چارو کې لاس وهنه ده.
اجرائيه رياست د لوی افغانستان يون پر وړاندې دومره بې شرمه او سپين سترګی دريځ نيسي، چې په کابل کې يې د پاکستان رسمي او ډپلوماټيک سفارت هم نه نيسي.
که افغان ولس په رېښتا د سياسي وېښتيا ادعا لري، نو په کور دننه د پاکستان دغه دويم نامشورع سفارت (اجرائيه رياست) دې وپېژني او په يو غږ دې پر وړاندې غږ پورته کړي.
د اجرائيه رياست د دروازې تړل کېدل، په افغانستان کې د نفاق او پاکستان استخباراتي ګټو د يوې سترې دروازې تړل دي.