هينداره پښتانه

نه چـــې ځـــــــي دوه ســـم په يوه لاره پښـــتانه
ښکاري چــــې نـــــــور ووتل له کاره پښـــتانه
دم يــــې په چا وکــړمه درمــــل له کـــومه راوړم
مــري له يو ناســـــــــور غـوندې پرهاره پښــتانه

څو ځلې يې زهر د دوستۍ په جام کـــــې ورکړل
څه غـــــــــــواړي همـــيش له دې مکاره پښــــتانه

نور به لا تر څـــــــــو پردي بدرنــــګه تصويـــرونه
ساتــــي په سپـــينه غيږه کې هينداره پښــــتانه

جهــــــل يې په ســر کــــې د شعــــور ډيــوې وژلې
ځکــــــه تل پــــــردي وي له خپــل ښاره پښـــــتانه

ربه کوم درشــــل مو په ســـرو وينو ککـــړ نه شو
مـــــــري به لا نــــــور څومــــره بې ازاره پښـــــتانه

کاشکې غضري په ژوند څو داسې شيبې راشي
ويـــــنم چـــــــــې په خپل وطـن سر شاره پښــــتانه