کمے

د لګـــــــــــي چـــــې نوم دَ خپل رهـــــــبر پۀ پښتنو
ځکـــــــــــه خـو دَ هـــــــــر چا دی لاس بر پۀ پښتنو
خلق مخ پۀ وړاندې ځي اودوي ځي مخ پۀ ښکته
دم چُپ کــــــول غــــــــواړي دَ نظــــــــــــر پۀ پښتنو
ډېري دَ ميـــړانې کیسې غېږ کښې ئې پرتې دې
ځکـــــــه خو اوس ګـــران دی خړ خېـــــبر پۀ پښتو
دوي ته کۀ اغيار هـــم څو پستې خبرې اوکړي
پوي نۀ يــــــــم ډيــــر زر اوکــــــړي اثر پۀ پښتنو
بره نۀ هـــــــــم دغه شان ګـــولۍ بۀ پرې وريږي
وران چـــــــــــــــې پښتنو کړلو سنګر پۀ پښتنو
څو پورې چې ځان ئې دَ هغو دَ سيالۍ نۀ کړو
لوبــــــــــــې تر هغې به کړي کافــــــر پۀ پښتنو
چاته بــــــــه ګناه کړو مونږ پۀ خپله داسې کړي
هېڅ څـــــوک به هـــــــــم نۀ وو زورور پۀ پښتنو
تش لاس ئې دَ خـــــــپل در نۀ يو ځل نۀ دي لېږلي
تنګ کړو اوس هغـــــــو ګورئ خپل در پۀ پښتنو
يو ځل به ئې دَ صــــــــبر پيمانه څنګ نۀ ډکيږي
بند کــــــــــــــــړلو هر چا دَ تپــــوس ور پۀ پښتنو
در پۀ در پراته چې دَ ژوندون پۀ خوږو پوي شي
ربه ! بيــــــا وخت راولې بهـــــــتر پۀ پښـــــــــــتنو
تواب ترينه خـــــــفه دی ډېر ملګـــــرو خو بيا هم
غواړي چـــــې قـــــربان مې دي شي سر پۀ پښتنو
٭================٭
2007/3/3___ خپل کلے