د خبريالانو نه خوندېتوب!

خبريال هغه چا ته ويل کيږي، چې د خپلو ځانګړو زده کړو وروسته د ژورنالېزم په مسلک کې دنده ترسره کوي خبريال بلل کېږي.
 
خبريال په اصل کې د ټولنې د ملا تير حثيت لري، چې ټولنې ته مهمې پښې او مهم مسايل د رسنيو له لارې وړاندې کوي.

زموږ ټولنه یوه داسې ټولنه ده، چې زياتره وخت سختو یا تازه خبرونو ته پکې ډېره اړتيا لېدل کېږي، خو خبريال بيا هم خپل کوشش کوي، چې په ډير بحراني حالات کې ټولنې ته د معلوماتو د راټولو په لټه کې وي.

دا چې په اصل کې زموږ موضوع د خبريالانو د نه خوندېتوب په اړه ده، نو غوره بولم چې پر همدغه موضوع تم شم.

د خبريالانو د نه خوندېتوب په اړه تر اوسه پورې په هېواد کې د ننه کوم ځانګړي تدابير نه دي نيول شوي ، چې د خوندېتوب لپاره یې بېلابېلې تګلارې جوړې شوي وي.

زموږ په هېواد کې اصلي ستونزه د خبريالانو د نه خوندېتوب دا ده، چې که په یو چا پورې دې د ژورنالېزم د اصولو او قوانينو ډک رپوټ جوړ کړې او يا دې په رپوټ کې حقيقت ويلی وي ، نو خپل ژوند به پکې له لاسه ورکوې. چې ښه مثال یې (( احمد شاه ده، چې په خوست ولايت کې یې د یوې خصوصي رسنۍ سره د خبريال په حيث دنده اجراء کوله، احمدشاه خپل مسلک او د ژورنالېزم د اصولو مطابق رپورټ جوړولو د ژورنالېزم مسلک ته پوره ژمن وو، خو همدغه وو چې خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړ)) . همداسې دې ته ورته ډېری نورې داسې پېښې زموږ تر سترګو شوي دي او عملأ مو لېدلي دي.

زموږ ټولنه د یو شمېر داسې لویو بحرانونو څخه ډکه ده، چې د مخنيوي لپاره یې دولت هيڅ غبرګون نه ښکاره کوي او که ښکاري کوي یې هم هغه به د سرنوېشت سره لوبې کول وي.

خبريالان د هغو غبرګونو او ستونزو سره مخامخ کېږي، چې د دغو غبرګونونو له امله د خبريال شخصي ژوند له خطر سره مخامخ کېږي.

د دغو بحرانونو د مخنيوي لپاره لازمي او ښکاره تدابېر په کار دي، چې د ژورنالېزم په سپيڅلي مسلک کې د یوه خبريال روزمره کار دی.

خبريالان تر وروستۍ ورځې د ژوند په دې مسلک کې په کار لګیاء او دنده اجرآ کوي ، هره ورځ له یوې داسې ستونزې او بحران سره مخامخ کېږي چې ورته نوې وي، خو خبريال ته پکار دی، چې د دغو ستونزو په مقابل کې بايد وخت په وخت ځانګړی تصميم ونیولی شي.

دغه اړينه بولم، چې د هر ډول بحران او ستونزې د له منځه وړلو لپاره بايد مخکې له مخکې منظم او سیستماتيک پلان نيول د بحران په له منځه وړلو کې بې کچې کومک کولی شي، خبريال بايد خطرناکې سیمې ته مجهز لاړ شي او له ځان سره د رسنۍ کارت او همدارنګه د سیمې د خالاتو څخه پوره پوره خبر وي، چې ترڅو بحران په ښه ډول مديريت کړي.

بله خبره دا هم ده ، چې خبريال بايد پېښې ته له تللو وړاندې پر ځان پوره باور او اعتماد ولري، ځکه چې همدغه باور او اعتماد د خبريال سره د نه وېرې سبب کېږي، هېڅکله باید خبريالان پر چا باور ونه کري، ځکه چې د بې ځايه باور له امله خبريال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي او په سیمه کې د بې باورۍ له امله خپله دنده په سم ډول نه شي اجرآ کولی.

خبريالانو ته په کار ده، چې د رپوټونو او معلوماتو د راټولو پر مهال بايد هر رنګه وسايل او ښه فوټو ژورنالېست ولري، ځکه چې دغه وسايل د خبريال سره د بحران په خالاتو کې تر ډېره زياته مرسته کولی شي.

د ژورنالېزم نړيوالې ټولنې بايد د خبريالانو د خوندېتوب لپاره ځانګړي وسايل چمتو کړي ، چې ترڅو خبريالان د بېلابېلو بحرانونو پر مهال له همدغو وسايلو څخه کار واخلي او د خبريال ژوند وژغوري.

اړتيا لېدل کېږي، چې افغان دولت د خبريالانو د خوندېتوب لپاره بايد مشخصې او ځانګړې پالېسۍ پر لاره واچوي، چې ترڅو خبريالان په پوره دقت سره د ټولنې مهمې پېښې رپوټ کړي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
په درنښت