د لیکوالۍ هنر 

لیکوالي یو لوی هنر او فن دی چې د افکارو، نظریاتو، پېښو او خیالاتو ټولګه ده.
هر هغه څه چې د یوه انسان په ذهن کې دایره شوي وي، هغه په بېلابېلو قلبونو کې اچول، ادبي رنګ ورکول، ګرامري بڼه یې اصلاح کول او د کاغذ پر مخ یې لیکل دا لیکوالي ده.
لیکوالي ډېر اسانه او سخت هنر دی، چې هر څوک یې وړتیا نه لري، ځکه ډيری داسې خلک شته چې ذهن کې ډېر ښه واقعتونه، حقایق، افکار او نظریات لري، خو بیا هم دوی دا هنر نه لري چې څنګه دغه مالومات قلبونو کې ځای پر ځای کړي یا د کاغذ پر مخ یې ولیکي.

د دې لپاره چې یو ښه لیکوال شئ، لومړی یې له ورځینو پېښو څخه پېل کړئ، تاسو باید د دې لپاره یوه جبي کتابچه ولرئ، هغه څه چې ستاسو په ورځني ژوند کې ورسره مخامخ کېږئ، هماغه شیبه یې لیکلئ، ولو که بیخي غلطي هم ولري. دا ځکه چې د هنر زده کولو لپاره باید هر ډول انتقادونه پر ځان ومنئ، ډېر څه باید غلط کړئ، ترڅو خپل هدف ته ځان ورسوئ.

کله چې تاسو څه نا څه د لیکلو سره عادت شئ، له هغه وروسته د خپل ځان په اړه بیوګرافي ولیکئ، ترڅو لیکل مو د لومړنۍ مرحلې په پرتله څه نا څه توپیر پیدا کړي. له دې وروسته بیا ورو په ورو مخته ولاړ شئ، هغه څه چې ستاسو په ذهن کې راڅرخېږي، یاداشت کوئ یې، ترڅو وخت په وخت سره د لیکوالۍ هنر سره پوره عیار شئ. 
د لیکوالۍ په اړه به تاسو ته د خپل ځان په اړه یوه تجربه دلته وړاندې کړم.

د پوهنتون په دوهم ټولګي کې وم، یو خوا به د پوهنتون درسونه، آزاده مطالعه بل خوا به مې خپل کتابتون کې کار کاوه، له هغه به چې ستړی کور ته راغلم، نو سم دلاسه به مې کمپیوتړ چلان کړ، بېلابېل موضوعات به مې برابرول، ان داسې شپه به هم راتلله چې تر شپې دوو بجو پورې به ویښ وم کار به مې کاوه، له دې وروسته یوه ورځ له کتابتونه کور ته ستومانه راغلم، کمپیوتړ مې چلان کړ، فکر او حافظه مې بیخي فعال ؤ، د سوژې د انتخاب په فکر کې شوم، چې بالاخره (یوه ښه ماشوم پالنه) موضوع مې غوره کړه، ځکه چې هغه وخت مې یاده سوژه ښه درک کولی شوه او پر ځان مې پوره باور هم درلود، لیکنې باندې مې پیل وکړ، بالاخره مقاله مې بشپړ کړه. وروسته مې اروښاد پلارجان ته د کره کتنې په موخه وړاندې کړه، پلارجان مې زما په لیکنه کې بې شمېره اشتباهات په ګوته کړل، ان دا چې ځیني پروګرافونه یې ده راته منظم کړل.

روح یې ښاد!
سهار وختي پاڅېدم لیکنه مې ځینو سایټونو ته ولېږله، څو ساعتونه وروسته زما لیکنه خپره شوې وه، ډېر خوشاله وم، ځکه چې ما داسې فکر نه کاوه چې آیا زما لیکنه دې کوم ویب سایټ کې خپاره شي.

همدغه لیکنه وه چې لا یې ماته قوت راکړ، لا یې دې ته تشویق کړم چې بېلابېلې سوژې وپلټم هغوی باندې خپل مات ګوډ لیکل وکړم، د الله تعالی فضل دی چې اوس مې دغه هنر لاسته راوړی دی.

که غواړئ ښه لیکوالي وکړئ، لومړی باید تاسو د ورځینو پېښو، واقعتونو او حقایقو څخه پیل وکړئ، د دې ترڅنګ باید آزاده مطالعه ولرئ، ځکه آزده مطالعه ستاسو سره دا مرسته کولی شي چې یو ښه تحلیل به وکړئ، په ذهن کې به مو پرېمانه لغات پراته وي او همدرانګه پروګراپونو ته به رنګینه او ادبي ښکلا وربخښئ.

غوره لیکوالۍ لپاره یو څو سپارښتنې:
۱- د موضوع(سوژې) غوره والی.
۲- موضوع ته له بېلابېلو اړخونو کتل او هغه پلټل.
۳- د سوژې په تړاو کره او رښتوني حقایق وړاندې کول.
۳- موضوع په بېلابېلو رنګینو ادبي لغاتونو او ادبي ښکلاوو پوښل.
۴- ګرامري اصلاحات او یاګانې په پام کې نیول.
۵- پروګرافونه باید لنډ او واضح ولیکل شي.
۶- د موضوع لپاره جالب عنوان غوره کول.
۷- د ساده اصلاحاتو کارول.
۸- په موضوع کې د سختو او بې معنا لغتونو څخه ډډه کول.
۹- لیکنه کې باید د لیکوالۍ ټول اصول مراعت کړئ.
۱۰- لیکنه مو باید د نوښت او ابتکار څخه ډکه وي.
۱۱- لیکنه مو باید ساده همفهمه ژبه او روانوالی وي.
۱۲- لیکنه مو باید جذابیت ولري.
۱۳- لیکنه مو باید په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
۱۴- که چېرې هم تاسو لیکنه انتقادي وي، باید پوره شواهد او اسناد ولرئ.
۱۵- لیکنه مو کره او دقیقه وي.
۱۶- ښه ذوق او لوالتیا لرل.
۱۷ - لیکنه مو باید د لوستونکو مزاج پېژندونکي وي.

څه باید وکړئ؟
۱-هر وخت باید له ځان سره جبي کتابچه او قلم ولرئ.
۲- کله چې د ورځینو پېښو او حقایقو سره مخامخ کېږئ نو هماغه مهال یې یاداښت کوئ.
۳-د ښه لیکوال کیدو لپاره باید تاسو بشپړه آزاده مطالعه ولرئ.
۴- کله چې لیکنه کوئ باید د ځان لپاره یو آرامه چاپیریال غوره کړئ.
۵- د مطالعې پر مهال خواږه شیان وخورئ.