ښه ملګری يعنې څوک؟!

هر انسان په ژوند کې د دې په لټه کې وي، چې ښه ملګري د ځان لپاره غوره کړي، ترڅو د یو بل سره په همکارۍ، غم دردۍ او خوشالۍ کې په درد وخوري. خو هر انسان تر بل انسان فرق کوي، یعنې ځیني ښه انسانان شته چې د ملګرتیا په اصولو/قواعدو او د ژوند په ورځنېو ټولنیزو نزاکتونو پوه او وړ کس وي، چې هغه انسان ډېر صادق او وفادار وي، خو بیا داسې انسانان هم شته چې ملګرتیا یوازې د کوم ځانګړي مطلب د پوره کولو لپاره محدودوي، یعنې ملګرتیا یوازې کوم مقصد پورې پالي، چې کله خپل هدف پوره کړي، بیا دې همداسې یوازې پرېږدي. پام مو وي چې له داسې انسانانو څخه ځان وساتئ، په لومړیو کې هڅه وکړئ چې ملګري مو د شخصیت، فکر، تعلیم او د ټولنیز ژوند له اړخه وټاکئ، تاسو باید هغه په سم ډول وپېژنئ، د هغه سره څو څو ځله له نږدې کینئ، ډوډۍ ورسره وخورئ او بله دا چې تاسو ترې یو څو امتحانونه واخلئ، چون چې هغه درباندې پوه هم نه شي.

دا چې موضوع یو څه نور ښه روښانه شي، نو د ښه ملګرتيا څو ځانګړنې په لاندې ډول دي:
1. ښه ملګری مو هیڅ وخت په سختو حالاتو کې یوازې نه پرېږدي، بلکې په هر حالت کې تر تا ځان رسوي.

2. ښه ملګری مو یوازې خبرې نه کوي، بلکې هر څه په عمل کې درته ثابتوي.

3. ښه ملګری یو ښه احساس لرونکی شخص وي، تل مو ستونزو هوارولو ته تابع وي.
4. ښه ملګری مو هیڅکله هم د نورو خلکو پر وړاندې بد نه معرفي کوي، بلکې د هغوی پر وړاندې ستاسو ستاینه کوي.

5. ښه ملګری مو په غم کې درسره غمجن او په خوشالۍ کې درسره خوشاله وي.
6. ښه ملګری مو ښه هيڅ وخت نه هېروي، بلکې ستاسو چې کوم ښه ورسره کړي وي تر عمره یې یادوي.

7. ښه ملګری د ژوند اصول/ قواعد په پام که نیسي او ټولنیز نزاکتونه مراعت کوي.

8. ښه ملګری ډېر صادق، زړه سواند، رښتونی او ځيرک وي، تل ستا عزت خپل عزت بولي.

9. ښه ملګری یو ښه راز ساتونکی وي، هغه ته چې تا کومې پټې خبرې کړي وي هغه په خپل زړه کې ساتي.

10. ښه ملګری ښه درک کوونکی وي، یعنې ستاسو خبرې په غور سره اوري او وروسته خپلې خبرې درسره پېل کوي.

11. ښه ملګری د خفګان په صورت کې ژر تر ژره له تا بخښنه غواړي او تل درسره د ورورولۍ فضاء رامنځته کوي.

12. ښه ملګری هیڅکله هم هغه کارونه نه کوي، چې ستا دښمن یې اروز/ تمه لري.

13. ښه ملګری ستا تېروتنې درته په ګوته کوي او تل ستا په پرمختګ خوشالېږي.

14. ښه ملګری مو شخصیت او عزت ته احترام کوي، هیڅ وخت ستاسو د بې عزتۍ لامل نه کېږي.

15. ښه ملګری هیڅکله هم تاسو ته دروغ نه وايي او هر وخت مو پر بدو پښه ږدي.

16. ښه ملګری ستاسو په ارزښت ښه پوهېږي، د مادیاتو په نسبت مو معنویاتو ورته ډېر اړین وي.

17. ښه ملګری تل وفادار وي، یعنې چې کومه خبره او امر ورته وکړې نو ژر تر ژره یې حل کوي.

18. ښه ملګری یو ښه مرسته کوونکی شخص وي، د ټولنې په غريبې طبقې یې ډېره زړه دردېږي، تل د هغوی سره مرسته کوي او همدارنګه د غم او خوشالۍ په وخت کې ډاډ درکوي.

19. ښه ملګری مو هيڅ وخت دردوي نه، بلکې تل خوشالي او سکون دربښي.

20. تر ټولو ښه ملګری/ ملګرې هغه دی، چې د ژوند تر اخره پورې درسره وي.