غربته څه دې کوم؟!

له د سهار وړانګې خورې شوې نه وې، سخت ساړه وو، چې د چا خبره هر انسان یې تاب نه درلوده. په دغه وخت کې مې یو اته کلن ماشوم تر سترګو شو، د ماشوم کالي او بوټان په هغه حالت کې وو، لکه د روسانو وخت په جګړه کې چې یو ټانک څو وارې په مرميو ولږېږي او زرې زرې شي، یعنې جامې او بوټان یې بیخي پيوند پيوند وو، د ماشوم په سترګو کې د غربت اوښکې تاوېدې را تاودې، په زړه کې به یې ډېر ارمانونه پراته وي، له دې کبله به یې سترګې له اوښکو ډکې وي، خپلو نيمګړو هېلو  دومره ژاړوه، لکه د سپرلي باران. 

ځکه چې دا هغه ماشوم وو چې د هېواد دغه بد جنګ ځپلی وو، دا هغه ماشوم وو چې خپل پلار یې د هېواد په داخلي جنګونو کې له لاسه ورکړی وو، دا هغه ماشوم وو چې مور یې په سترګو ړنده، په لاسونو او پښو شله وه، دا هغه ماشوم وو چې خپل دوه مشران ورونه یې د کور لپاره د کاغذونو د راټولولو پر مهال په موتړ بم چادونه کې شهيدان شوي وو، دا هغه ماشوم وو چې ډېرې هيلې یې درلودلې چې ختمآ به ځان ورته رسوم، خو بد بختنه چې خپلې شته هېلې یې د خاورو سره خاورې شوې وې، ځکه چې د هېواد په داخلي جنګونو کې یې د خپلې کورنۍ د سر خيل غړي له لاسه ورکړي وو او کم بخته مور یې هم د بې وسو کريغو له امله سترګې ړندې لاسونه او پښې یې  شل شوي وو، دغه بې وسه ماشوم او مور یوازې پاتې شوي وو، په دوی باندې د نړۍ هغه دردمنې او ويرجنې ورځې شپې سبا کېدې، چې د نړۍ هيڅ وګړی یې هم د زغملو وس نه لري، دوی به د ورځې ډودۍ نه خوړله، بلکې د شپې لخوا به یې د خپل چاپيریال شاوخوا  کورونه لټول، د هغوی څخه به یې د سوال ډوډۍ غوښتله؛ هغه هم په داسې حال کې چې ځينو به پر مخ بې شمېره څپېړې هم ورکولې، چې ځئ ورک شئ، له دې ځایه ورک شئ، په هره رنګه نومونو به یې بد رګه کول، خو د ډېرو بدو ویلو سره سره به یې د شپې لپاره څو ګولۍ ډوډۍ برابره کړه،کم تر کمه ګوزاره به یې پرې کېدله. 

دوی دواړه د هېواد د ډېر ويرجن حالت له امله د نړۍ تر ټولو دردونکي او یوازې پاتې انسانان وشمېرل شول، ځکه چې دوی هر رنګه سختو ته غاړه ورکړې وه، پر ځان به یې هر څه تېرول، ترڅو ژوندي پاتې شي،  ماشوم به کله کله د کور څخه د باندې د ښار په واټونو کې په کاغذونو پسې تللو، ترڅو مور او دی د شپې لخوا پرې اور بل کړي، خو هغه د دوو ورونو مرګ یې له هېر شوی نه وو چې د سړک پر غاړه یوه لويه بمي چاودونه کېږي، په یاده چادونه کې ډېریو کسانو خپل حق د خدای دربار ته ورسپاري، د ماشوم مور د زوی په طمعه وه چې زوی به مې کاغذونه راټول کړي وي، چې د شپې لخوا خپل ځانونه پرې ګرم کړو، خو مورکۍ یې له خبره نه وه چې د ښار څو تنو ښاريانو خپل زوی مخې ته ورته کېښود، د مور په سترګو کې د دغه ويرجن حالت دردونکي اوښکې راتوی شوې، پر ځمکه یې څو وارې لاسونه ووهل، چې اې خدایه همدا یو زوی مې پاتې شوی وو، همدغه دې هم رانه واخيست، په دغه حالت کې د ماشوم پر مور د زړه حمله راغله، هغه یو څو کسانو په منډه منډه د کلي یو کمکي روغتون ته ورسوله، ترڅو د زړه زربان یې ورک شي او روغه شي، خو بدبختنه چې مورکۍ همداسې د زوی په یاد کې خپله سه ورکړه او د خدای پاک دربار ته یې ځان وسپاره.