وړانګې لوڼۍ ته !
ستوری دې له لاسه ورکړ لمر درته روښانه شو
وړانګې دنګې وړانګې ! لروبر درته روښانه شو
غرونه به سجدي وکړي د ستا عزم څلي ته
دادی مبارزې! بل سحر درته روښانه شو
وینه د ارمان به په تندي د حماسو خاندي
مخکې ځه تر شاه پښتون ټبر درته روښانه شو
تور اژدها وله د پښتون د ننګ په سپین غشي
شور د ازادۍ د سمندر درته روښانه شو
ته د منظوري لښکر مغروره سپینه میره یې
زور درته روښانه شو هنر درته روښانه شو
سیدجیلاني جلان
کابل
۱۴ سلواغه ۱۳۹۷
وروستي