
هیواد مو د ډېرو اساسو او تاریخي شېبو څخه تيريږي، خبره د پاڼ او پړانګ تر کچې رسېدلې ده، اوس د احساساتو او د غرور وخت ندی!
د هیواد برخلیک مو هم کورني مدبیرانه سیاست ته ضرورت لري او ناټو ,امریکا، د سيمې هیوادونه، ملګري ملتونه دا ټول د افغانستان په مسله کې مشترک مسؤلیتونه لري، هم جګړه نور د زغملو نه ده او هم سوله لومړیتوب دی.
یو د موجوده حکومت خبره ده چې یو څو فاسد چارواکي د خپل واک لپاره او یا هغه کسان چې دوهم پاسپورټ یې د بغل په جیب کې وي، زموږ د هیواد سرنویشت په هغوی پرې اړه نلري، بل د ملي ګټو مسله ده.
د ملي ګټو مدافعین د افغانستان رښتینې بچیان او د افغانستان معزز ولس دا ځل له هر چا سره حساب کوي.
د ټولو اړخونو څخه مو هیله دا ده چې یو منصفانه او عادلانه سوله د افغانستان راتلونکی تضمینولای سي، افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي تاسیسات او سیستم د اصلاحاتو په نیت په تغیراتو کې او د رهبرۍ په ښکته او پورته کې دا د وطن په زیان خبره نه ده.
خو عقدیي برخوردونه د نفع سیاست، ما ګټلې تا بایللې او دې ته ورته نورې څرګندونې د حل لارې ندي، د تیر تاریخ څخه باید عبرت واخیستل سي..
موږ سوله څارو هر څوک چې په سوله کې پړه کوي هغه به ملت ته ورپیژنو!
موږ سوله غواړو، خو داسې سوله غواړو چې بیا په دې وطن کې د ټک اواز وا نه ورو.
د دوامدارې سولې په هیله