پاکستان لا هم نه دی بدل شوی

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داودزی د پاکستان هیواد ته لاړ او د هغه هیواد دمختلفو مذهبي ګوندونو له استازو ، حکومتی او سیاسی چارواکو سره یې پر افغان سولې بحث او خبرې وکړې. دا خبرې له دې دریځه نه وې چې افغان حکومت له پاکستانه غواړي چې طالبان دې مذاکراتو ته کېنوي، بلکې دا له دې اړخه وې چې په افغانستان کې روان ناورین پاکستان شروع کړی او مستقیم لاس په کې لري. د دې سفر موخه دا وه چې نړیوالو او پاکستان ته په ډاګه کړي چې پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړی دی او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره کاروي، نو پاکستان دې خپل دغه دریځ چې نه د دوی په ګټه دی او نه د سیمې د هیوادونو بدل دې کړي.

په ښکاره دواړو لورو ګټورې خبرې وکړې او دواړه خواوو په ګډه د افغان او پاکستان عالمانو تر منځ د یوې ګډې ناستې د جوړېدو بحث هم او موافقه هم وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ یوه ګډه ناسته وشي.

ښاغلي داوودزي له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې موږ اوس د پاکستان پر نیت باندی د شک کولو دلیل نه لرو ، د پاکستان پر نیت ځکه شک نه لرو هغه مولا فضل الرحمن چی همیش به یی په افغانستان کې جګړه روا بلله نن دېته اماده شوی چی پر طالبانو یې غږ وکړ چې باید له افغان حکومت سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره بین الافغانی مذاکرات وکړي، خو افغان سیاسیون وایي چی پاکستان له افغانستان سره تل دوه مخی سیاست غوره کړی او دا ځل هم له افغانستان او نړۍ سره د سولی په نوم دوکه کوي . خو د پاکستان په نیت لا هم شک موجود دی .

بل لورته ډېری افغان سیاسیون پر دې نظر دي چې په پاکستان کی ټول واک د فوځ سره ده او حکومت یواځې سمبولیک رول لري، کله چی فوځ او حکومت دواړه خواوی د افغان سولی لپاره یوه خوله شول نو په هغه وخت کی په افغانستان کی سوله راځي .

د پاکستان د خارجه چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل پاکستان همېش غواړي چې په افغانستان کې تل پاتی سوله راشي ، موږ پر طالبانو دومره حاکمیت لرو چې طالبان د خبرو میز ته کېنوو خو طالبان موږ ته تل دا وړاندیز کوي چی موږ له افغان حکومت سره هغه وخت د سولې خبرې کوو چې له افغانستان څخه د امریکایي او نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي .

پاکستان تل نړۍ او امریکا ته دا باور ورکاوه چې د افغانستان د امن کیلي زموږ په لاس کې ده خو اوس چې د عمل وخت راغلی پاکستان وایي د افغانستان امن د سیمې د هیوادونو په لاس کې دی. موږ د سیمه ییزی اجماع لپاره لګیا یوو تر څو د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړو . پاکستان لا هم نه دی بدل شوی، باید د افغانستان په اړه یې دریځ مثبت بدلون وکړي.