
د افغانستان اوږده څلوېښت کلنې جګړې په ټوله دوره کې د سولې اوازونه هم له ځانه سره لرل.
د داکتر نجیب الله او مجاهدینو تر منځ په سوله کې بنن سیوان د سولې خبرې د هر افغان تر غوږونو رسیدلې وې، خو ټولې هڅې ناکامه سولې.
د ناټو له راتګ سره څو کاله وروسته هم د سولې لپاره خبرې کېدلې خو هغه خبرې ډېرې با ارادې نه وې.
زه غواړم د ښاغلي زلمي خلیلزاد په مشرۍ چې کومې د سولې خبرې راپیل سوې دي، دا تر ټول وخته موثرې او هم با ارادې دي.
دلته غواړم چې په لنډ ډول هم په فرصتونو او هم پر ننګونو بحث وکړم!
۱/ امریکا:
زه یې په تیر کې د سولې په اراده او نه اراده نه ږغیږم، خو یواځې دومره وایم چې د افغانستان په سوله کې اوس د دوی هم ګټه ده ځکه چې د وتنام د جګړې څخه راورسته د دوی په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.
د امریکا ولس هم په افغانستان کې نور د جګړې طرفداره ندی. د ولسمشر ټرمپ لپاره هم د دې جګړې ختمول په راتلونکي انتخاباتو کې د امریکا د ملت لپاره ښه لاسته راوړنه ده.
۲/افغان دولت:
د افغانستان حکومت په تیر کې چې یو څه هڅې کړې وې خو ډېرې موثرې نه وې، مثلاً د سولې شورأ یې رامنځ ته کړېوه، خو د سولې شورأ جوړښت داسې وو چې هغه د تسلیمېدو په مانا وو خو د تسلیمېدو خبره منطقي نه ده.
د ملي وحدت حکومت د حکمتیار سره د سولې پروسه بریالۍ کول د قدر وړ وه او په خاص ډول د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې چې په تير کې یې اور بند ته زمینه برابره کړه او بیا یې طالبانو ته په خطاب کې بغیر د قیده او شرطه بلنه ورکړه
او تر دې وخته پورې هڅې د ستایلو وړ دي.
خو اوس مې ورته د یو خواخوږي په حیث مشوره دا ده چې د سولې لپاره هر ډول قربانې ورکړي چې دا به د ولسمشر محمد اشرف غني په دې وطن لوی احسان وي او که خدای نا خواسته د سولې په مقابل کې ودریږي، دا به د ملت سره ټکر وي!
۳/ ولس:
د افغانستان ولس تر هر وخته د سولې غوښتونکی دی، ټولو ولیدل چې خلکو په پښو د هلمند نه تر کابله مزلونه وکړل او په کابل کې یې د ملګرو ملتونو په شمول د هر سفارت مخ ته یې خېمه ودروله او د خپل مظلومیت چیغه یې وکړه او بیا په لوڅو پښو تر مزاره ولاړل، مسجدونو ته ولاړه، کور په کور وګرځیدل، سپین ګیري او ماشومانو د افغانستان د ټولو ولایتونو څخه په یوه اواز د سولې ږغ بدرګه کړ!
۴/ طالبان:
طالبانو هم چې په تیر کې پر دې هیواد واکمني وکړه، تر پخوا ورته ډېرې تجربې حاصلې سوې دي، دوی په خپله واکمنۍ کې نهایي کوښښ وکړ چې په ټول افغانستان حکومت وکړي خو بریالي نه سول او دې نتیجې ته هم ورسیدل چې پر افغانستان حاکمیت یواځې په طالب نه کیږي، دا چې اوس دوی تر پخوا سیاسي سوي دي ، ډېر امکان دا دې چې دوی اوس سولې ته اولیت ورکوي، دا چې یو تعداد کسان دا فکر کوي چې دوی یوه رهبري نلري، خو دوی په تېر اوربند کې وښودله چې دوی د خپلو مشرانو خبره مني!
۵/ پاکستان:
پدې کې هیڅ شک نسته چې د افغانستان د جګړې لوی حامي پاکستان ندی، خو پاکستان اوس د یو ډېر بد حالت څخه تیریږي ځکه چې په کور د ننه د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، د هندوستان سره په سیالۍ کې دی، خو هندوستان ورځ په ورځ پرمختګ کوي او په کور د ننه هم ډېرې زیاتې ستونزې لري.
۶/ ایران:
ایران هم په تیرو کلونو کې د افغانستان جګړې ته پیک وهلی دی، اوس هم یو ډول تشویشونه لري، دا چې د افغانستان جګړه امریکا ختمه کړي، داسې نه چې امریکا بیا وغواړي په نړۍ کې جګړه وکړي او دوی ټارګیټ کړي او د دې تر څنګ د داعیش څخه هم وېره لري!
۷/ سعودي عربيستان او عربي هیوادونه د افغانستان د سولې سره مطلق دلچسپي لري او مرسته هم کوي .
۸/ روسیه:
روسیه یو څه ملاحظات لري ، ممکن بې طرفه واقع سي او یا یې په وړاندې خنډونه راولاړ کړي،
۹/ چین:
د چین پر ډېرې دلچسپۍ هم نه ږغیږم خو ستوزې به هم را ولاړې نه کړي!
۱۰/داخلي سیاسیون، جهادي مشران:
دوی هم باید د تېرې اشتباه څخه پند واخلي ، هغه کسان چې په دې وطن کې د معقول سیاست پلوي وي، هغه به د دې پروسې سره مخالفت ونکړي او هغه کسان چې په زورواکۍ او قانون شیکنۍ باورلري ، کیدای سي هغوی د سولې د خنډ لپاره متضادې څرګندونې وکړي، خو ولس ورسره ملګري نه کوي.
۱۱/د ګټونکي او بایلونکي خبرې!
دا خبرې باید تاریخ ته وسپارل سي، اوس باید د افغانستان ملي وحدت یقیني سي
مثلاً پخواني مجاهد ته د ټوپکسالار لفظ کارول، طالب ته دهشتګر لفظ کارول او حکومت ته د یو بل پیغور دا هغه خبرې دي چې زموږ په وړاندې نور خنډونه هم جوړوي.
ټول باید قانون ومني او د ولس ارادې ته احترام وکړي.
۱۲/په راتلونکي کې د افغانستان څخه سیمې او منطقې ته کواښ دا هم ډېره مهمه موضوع ده، نورو هیوادونو ته د ګواښه ډک افغانستان زموږ د هیواد د راتلونکي لپاره په ګټه نه دی.
په پای کې بیا هم دا یوه خبره کوم، صادقانه سوله د ټولو طرفونو لپاره په ګټه ده، د سولې ټول اړخونه باید صادقانه ودریږي.
که د سولې په نامه یو جنګ ختمیږي او بل جنګ راځي دا به ډېره لویه بې اعتمادي رامنځ ته کړي او موجوده فرصتونه به هم له لاسه ورکړو، دا چې تر اوسه پورې د سولې لپاره تفاهم رامنځ ته سوی دی او پریکړې به وروسته کیږي، خو تفاهم ، هم تر دې دمه د اعتماد په فضأ کې دی.
پر خپلو مشرانو ږغ کوم چې په دې تاریخي شېبو کې خپل تاریخي مسؤلیت مه سپموئ!
په هیواد کې د تل پاتې سولې په هیله!