اکبر اغا:  په قطر کې د امريکايانو په وتلو موافقه وشوه

کاشکې چې زموږ ملايانو او طالبانو تر ميټرک ((يوولسم ټولګي)) يا د برتانيا پر کچه تر G.C.S.E پورې ښوونځی لوستی وای! زموږ خو ابتدائيه هم نه ده لوستې، ځکه خو يې سياسي پوهاوی د آخوا علماو او طالبانو پورې نيمګړی، ځکه خو مذهبي حدود او ملي - اسلامي ګټې توپيرولای نه شي
 
امريکا طالبي لوبه بيرته پر پاکستان سړول غواړي، خو پنجاب او نورو خپلې موخې هم ورسره غوټه کړي چې پر طالب يې ترلاسه کړي. د سيپيک پروژه يې پر آخوا طالبانو ترلاسه، خو دېخوا ته به څه ترلاسه کړي؟



ښاغلی اکبر اغا:
پاکستان د سيپيک پروژه د ګوادر و د کاشغر د لنډې لارې پر پلمه ترلاسه کړه چې د بلوڅو او پښتنو له سيمې تيرېدله. تر ډېره داسې بريښي چې چين ته دغه لار له اقتصادي پلوه ښه او ارزانه پرېوتله او له دې لنډې اقتصادي لارې ورته بله د منلو نه وه. له بل لورې پاکستان قصداً نه غوښتل چې د دې پروژې په وسيله پښتانه وبلوڅ له اقتصادي پلوه غښتلي شي. د دې لپاره چې څنګه دا پروژه له پښتنو وبلوڅو راخپله او د پنجاب تر سينې لاندې تېره شي، نو لومړی يې دا سيمه د TTP په وسيله د ”اسلامي شريعت“ يا په نورو ټکو د ”نفاذ شريعت محمدي“ پر نوم بېثباته کړه. ديوبنديان، بريلويان او نور شعوري وناشعوري اسلامپالو ته د شريعت نفاذ په خوله کې ورکړ. په کوزه شمالي پښتونخوا کې يې صوفي محمد او زوم يې ملا فضل الله او په وزيرستانونو کې يې د بيت الله محسود و قاري نذير ډلګۍ رامينځته کړې چې بيا ترې باجوړيانو او ورکزيانو هم خپلې لارې بيلې کړې او هم يې د دوی مزي د مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمان په وسيله له افغاني طالبانو سره ورغول. چين ته يې په لومړي سر کې د ګوادر و کاشغر پر لنډه لار دوکه ورکړه، خو وروسته يې د طالبانو په وسيله دا ستره پروژه سبوتاژ او پښتانه وبلوڅ يې د تل لپاره بې برخې کړل، نو دا وه د آخوا طالب ګټه چې خپلو ولسونو ته يې ورسوله.
 
دې لور ته تاسې ته دنده درکړه چې افغان حکومت او ملي اردو له ولس سره يوځای درنه خلاص نه شي چې دا چاره خو لا تراوسه طالب مخته وړي او د بل په لمسون خپل خلک وژني. د مولانا محمد خان شيراني په خبره چې دلته اورېدلای شئ :
ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :
 

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).
 
پوښتنه:
ستاسې ډېر بيانونه ما کتلي / اورېدلي دي چې تاسې مخامخ طالبان په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتو لاسپوڅي بولئ. ستاسې تور دا دی چې ګواکې د پاکستان پوځ يې روزي او افغانستان ته يې ورليږي او په داسې حال کې چې تاسې پر ډېرو مهمو څوکيو پاتې شوي ياست. د سنا غړي پاتي شوي ياست (۱)، د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړي پاتې شوي ياست (۲)، د اسلامي نظرياتي کونسل مشر پاتې شوي ياست (۳) او لږ تر لږه درې لسيزې مو په پاکستان کې سياست کړی دی (۴) او ډېر څه مو له نژدې ليدلي، پر کوم دليل پرې دا تور پورې کوئ؟ څه ثبوت لرئ کنه؟
 
ځواب :
کولېشن سپورټ فنډ پاکستان ته امريکا ورکوي کنه؟
”هو“،
په څه باندې؟ د څه په باره کې؟
”د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره“.
يعنې پيدا کوه يې هم او بيا يې سړوه هم. نو نور څنګه ثبوت وي؟
”يعنې مخامخ خو دوی دا هم وايی چې پيدا کوه يې هم او وژنه يې هم“.
نه، نه، دا هسې خبره ده. دا له روس سره جنګ خو د ناټو په سرپرستۍ کې نه وو، په ۱۹۴۹ ز کې چې د نآټو کوم تشکيل شوی دی ، دا د روس او مارکسېزم خلاف وو. څلوېښت کاله سوړ جنګ، سوړ جنګ دا مانا ده چې ((ډبره پر مخ وله او لاس تر شا نيسه)). خو دا يې مانا ده، دا ټول مجلسونه چې دي ضرورت د امريکې دی او په کرايه خو زموږ خلک اخلي.
 
پوښتنه :
دا چې تاسې ورته په ځينو ويناو کې د کرايې قاتل ورته وايی، تاسې يې د طالبانو د جنګ پر ضد ياست، خو ستاسې د ګوند مشر (امير) مولانا فضل الرحمان هغوی په افغانستان کې د طالبانو جنګ روا ګڼي. هغه وايی چې طالبان هلته د خپلواکۍ جنګ کوي، تاسې د هغه د ګوند ياست، ستاسې مشر دی. کله مو خپله له مولانا فضل الرحمان سره بحث نه دی شوی چې تاسې ولې داسې بيانونه ورکوئ؟
 
ځواب :
د مولانا بيانونه به زما په خيال (اند) داسې ګډوډ غوندې وي. يعنې داسې چې ترديد و تأييد دواړه پکې وي. او ملاتړ خو هغه بين الاقوامي مجبورۍ دي د خلکو، د سياستوالو خو هم څه مجبورۍ وي.
 
تاسې چې دا مرکه واورئ بيا به پوه شئ درته به جوته شي او سر به مو پرې خلاص شي. تاسې څه فکر کوئ چې طالب پرښته ده او که کرايي قاتل؟ زموږ ځينې ګاونډيان خاصتًا دا کوښښ کوي چې د ملي اردو سرتيري، ملي پوليس او د حکومت پرسونل د طالب پر لاس ووژني او دا طالب دا دنده مخته وړي. پښتانه يو متل کوي :
((ورکه دې شي هغه مينځه چې د بلې خدمت کوي او لاسته يې ناسته وي)).
 
هلته کوز يې په سند کې بېنظيره نه شوه زغملای، نو هغه يې د يوې تروريستي حملې ښکار کړه. له بيت الله محسوده واخله تر حکيم الله مسعود و ملا فضل الله يې ټول تارومار کړل. نظامي ديکتاتور ارام په عربو کې ناست دی، خو د دې لوبې دروند تاوان پښتنو وګاله. کله چې پنجاب د سيپيک پروژه ترلاسه کړه، نو نور يې ورته ضرورت نه لرلو او د مخې يې لېرې کړل.
 
ښاغلی اکبر اغا :
((هغه مريض دې ورک شي چې د روغ ورسره ښه ونه شي)).
طالب له پيله تر پايه د اسلامي ارزښتونو لپاره نه وو رامينځته شوی، بلکې شا ته يې نورې ناولې موخې نغښتې وې. ښاغلي رستم شاه په خپله مرکه کې په واضحو ټکو ويلي چې تاسې به هم اورېدلي وي. موږ مجاهدين خو يې په دې تېر ايستلي چې ((له روسانو سره خبرې مه کوئ))، خو تاسې يې پر دې تېر ايستئ چې ((له حکومت سره خبرې مه کوئ))، خو بيا جونېجو زموږ وکيل وو او موږ چا په دوه خرواره لېټۍ هم نه حسابولو.
 
طالب څوک وژني؟ او برائت له چا غواړي؟ ولې له پاکستان سره پر خپلو ناخوالو نه غږېږئ؟ افغان ولسمشر ډېرو ښو ټکو ته اشاره وکړه چې موږ با تدبيره سوله غواړو چې بيا د تېر په څېر د سردار محمد داود خان او د ډاکټر نجيب الله د وخت تېروتنې تکرار نه شي چې يوه د وخت له سياست سره د نابلدتيا له امله او بله د دوکې په نتېجه کې شوې بيا تکرار نه شي او مرتکبين يې موږ مجاهدين او تاسې طالبان ياست.
 
لږ په ښکاره ټکو :
که امريکا و ناټو ونه غواړي چې د طالب لوبه مخته بوځي، نو پنجاب به يې څنګه مخته بوځي؟ پنجاب چې مهار شي تاسې به خپله مهار شئ. اوس ولس هم پوه شوی، سيمه وګاونډ هم پوه شوی او نړۍ هم پوه شوې چې له دې اجهلو طالبانو او داعشيانو څه نه جوړيږي.
تاسې لږ ځان هوښيار کړئ چې پاکستان په پينځو مياشتو کې ۲۴۴۰ ټرېليونه روپۍ پور اخېستی. دا به د کال او د کلونو څومره شي؟ پاکستان خپل دې مشکل ته متوجه شوی، خو تاسې لېونيان لا په سد شوي نه ياست، د ښاغلي غني د يوې مرکې د وړاندېينې پر اساس چې د نړيوال بانک شمېرې ښيي چې که پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي، نو په راتلونکو دوه - دوه نيمو لسيزو کې به يو بېوزله هېواد وي او دا په سلګونو ميليونه نفوس به څنګه اداره کړي؟
 
په دې هيله چې تاسې لږ له خپل عقل او سوچه هم کار واخلئ، يوازې مندوبات مو راټينګ کړي او پر فرايضو او وجوباتو مو سترګې پټې کړي. دا دومره ستر اسماني دين تاسې ايله په دريو مندوبي ټکو کې راخلاصه کړی. دومره لنډ انډي مه اوسئ.
 
په قطر کې د امريکايانو په وتلو موافقه وشوه- اکبر اغا
https://www.pashtovoa.com/a/peace-talks-with-Taliban-/4757233.html
پاکستان په ۵ مياشتو کې ۲۴۴۰ تريليون روپۍ پور اخېستی
http://www.taand.com/archives/118298
طالبان بايد له افغان حکومت سره سوله وکړي - مولانا فضل الرحمن
https://www.pashtovoa.com/a/fazal-rahman-asks-taliban-to-talk-with-afghan-govornement/4742158.html
https://www.facebook.com/voapashto/videos/310581226238654/
د مولانا محمد خان شېراني خبرې
https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-45607807
پاکستان د افغانستان په سولې کې کومې ګټې لټوي؟
https://www.pashtovoa.com/a/what-is-in-for-Pakistan-in-afghanistan-peace-/4757231.html
پنځو مسلو د طالبانو او امريکا خبرې تر پنځو ورځو وغځولې
https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46997293