
د هرې ژبې داستان لیکوونکي د لیکنې ځانته ساټل، د کلماتو کارونه، د ترکیبونه اوبدل، د جملو پېیل، د تشبیه، استعارو او کنایو استمال او نور اړخونه لري چې په دې سره په ټولنه کې خاص شهرت خپلوي. کله چې د یاد ډول لیکوال اثر له لومړۍ ژبې نه بلې ژبې ته ژباړل کېږي، هرو ـ مرو یې په یوه اړخ کې نه یوه اړخ کې کمی او زیاتی راځي؛ نو ځکه زیاتره وخت ژباړن ته خاین ویل کېږي چې د لومړنۍ ژبې له پنځګر سره د پنځونې په سهي رسونه کې د انتقال مسؤلیت سم نه ادا کوي.
داستانونه څو بعدي دي، هر لوستونکی یې په لوستو سره له خپلې زاویې ارزوي، په "پردي" ناول کې اصلي هېرو غواړي هره شېبه د لوستونکو یا که یاد اثر په فلمي بڼه خپور یا خپور شي، د لیدونکو په شونډو د خوښي موسکا ښندي، د داستان د اتل مور مړه وي، دی له ملګرې سره چکرې وهي، کله چې اعدامېږي، نوموړی خندېږي تر څو نندارچیان یې په چکچکو او کړسنده خنداګانو بدرګه کړي یعنې نوموړی په هر حالت کې غواړي خوښۍ وښیندي. زه دا نه وایم چې موږ دې هم د غم په شېبو کې داسې عملونه وکړو بلکې هره ټولنه ځانته اصول او قواعد لري باید د هغې په نظر کې ونیول شي، ژوند مخکې یوړل شي.
کله چې موږ ژباړه کو، باید څو ټکي په نظر کې ونیول شي، تر څو د ژباړې لپاره انتخاب شوی اثر د ترجمې له اغېز څخه په امن کې پاتې شي؛ ځکه که له یوې خوا ژباړه د ژبه په غنا کې ښه رول لوبوي له بلې خوا ژباړه د پنځګر د خلاقیت قوه له منځه وړي، د پردۍ ژبې اثر یې په سټایل پرېوځي.
ما "پردی" ولوست، په دې وروستیو کې پښتو ته راژباړل شوی دی، په لوستو سره مې یې داسې نه حس کاوه چې دادې ژباړلی متن وي؛ ځکه دلته د لیکوال امانت ژباړن په ښه توګه ادا کړی و. کله چې موږ یو اثر له پښتو بلې یا له بلې ژبې پښتو ته راژباړو؛ نو یوازې د کلمو اړول ـ را اړول مهم نه دی؛ بلکې ژباړه باید په داسې توګه سره وشي چې په دویمه ژبه کې د لومړۍ ژبې اغېز لوستونکي حس نه شي.
که چېرې ژباړن د داستانونو ترجمې ته مټې رانغاړي نوموړی باید د داستان له روح سره اشنایي ولري کنه نوموړی به نه وي توانېدلی هغه مفهوم چې په لومړنۍ ژبه کې دی، دویمې ژبې ته را انتقال کړي؛ خو د "پردي" په لوستو سره مې دا حس نه کاوه چې دادې ژباړل شوی اثر وي، روان والی، انځورګرۍ، خوږې ژبې، د کرکټرونو لوبونې سره مې داسې ګڼله لکه یاد اثر چې په لومړۍ ژبه لولم.
موږ د "پردي" په متن کې د ژباړې اغېز نه وینو، د متن په لوستو کې مې کله چې په ځینو اصطلاحاتو، پر ځای جمله کارونه او نورو اړخونو سترګې لګېدې، داسې راته مالومېده چې ژباړن په دواړو ژبو برلاسی او د داستان په روح باندې پوه دی.
خوند او پیغام په لیکنه/ژباړه کې باید مېکس وي، دې یوه او بل په نظر کې نه نیولو سره مو ژباړه/لیکنه پیکه کېږي؛ خو دا هغه وخت کې چې موږ د خوندونو په رمزونو باندې پوه او له رازونو څخه خبر نه و. دا چې "حیات ژوند" د داستان په روح، د لیکنې د خوندونو په رمزو او رازونو باندې پوه دی؛ ځکه یې د پردي داستان ژباړې ژبه د ښه پیغام تر څنګ په خوند مالامال ده.
له یاده دې نه وي وتلې "پردی" اثر د مشهور نړیوال فرانسوي لیکوال "البرکامو" دی چې ځوان تکړه داستان لیکوونکي "حیات ژوند" پښتو ته ژباړلی او سروش خپروندویي ټولنې د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی که تاسو غواړئ چې د نړیوال لیکوالانو د پنځونو له لوستو څخه خوند واخلئ؛ نو "پردی" او دې ته ورته اثرونه ولولی؛ خو بیا مې هم خاص سپارښتنه مې درته داده چې دغه اثر ولولئ خوند ترې واخلئ.