که هر ښوونکی/استاد داسې وی

مخکې له دې چې ټولګي ته ولاړ شي، لومړی یې ځان له نظره یعنې ویښته، بریتونه، واسکټ، چپه‌ګردن، تڼۍ، لمن، د پایڅو درځونه یا که یې دریشي پر تن وي، نیکټایي، کرتۍ، واسکټ، پتلون، د پتلانه ځینځر« که په کلیو او بانډو کې د ښوونځي استادان وي پاج،لونکۍ، خولۍ» تېراوی، ښه پر ځان چې ډاډه کېدای، بیا ټولګي ته ننوتلای؛ ځکه که چېرې زده‌کوونکي/زده‌کړیالان په ښوونکي/استاد کې یوه ذره نیمګړتیا وویني،په خپل منځ کې پسپسک شروعم کوي/ ورو ورو خندېږي، دغه خندا/ پسپسک ددې سبب کېږي چې ښوونکی/استاد د زده‌کوونکو/زده‌کړیالانو تر تاثیر راشي.
 
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
کله چې ټولګي ته تللی، اول یې ژر ژر حاضري اخیستی، وروسته یې درې/ څلور دقیقې له زده‌کوونکو/زده‌کړیالانو سره روغبر او دې تېر درس پوښتنه کولای، که چېرې ځینې زده‌کوونکی/زده‌کړیالان ټنبل وای، له درسه یې څو دقیقې له هغوی سره د دوی پر ستونزو بحث کولای، وروسته یې ورته د حل لاره لټوی؛ څو دوی د ټنبلۍ دغه ناقص عادت خپل نه کړي؛ خو کوم زده کوونکي چې لایق وی، هغه یې لا هڅولی؛ څو چې د ژوند په راتلونکو پړاونو کې لا ښه ځلېدای؛ ځکه هېڅ شي انسان ته دومره روحیه نشي ورکولای لکه د استاد، مور، پلار، مشر ورور یا په ټولنه کې د یوه ښه مخه ورور/ قومي مشر هڅونه.                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                  
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
چې د ازموینو په وخت کې یې له زده‌کوونکو/زده‌کړیالانو سره قومي، سمتي او توپیري چلند نه کولای؛ ځکه د زده‌کړیالانو/زده‌کوونکو ذهنونه سپینو ورقو غوندې دي، دا نو په استاد/ښوونکی پورې اړه لري چې د محبت، عشق، ورورلی، اتفاق، اتحاد، دوستی او خپلوی کرښې په کې کاږي یا که هم د دښمنۍ، نفرت،کرکې، حسد، بې اتفاقۍ کرښې؛ خو که چېرې ښوونکي/استادان په دغه برخه کې په صداقت کار وکړي، ستاسو له نظره په کم وخت کې به مو ټولنه د مثبت لوري د غرونو څوکو ته نه وي ورنږدې کړې!؟
 
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
د سمستر/کال په اوږدو کې یې د ښوونځي/پوهنتون ممتاز زده‌کوونکي/زده‌کړیالان په ښو ښو ډالیو نازولی، که چېرې نغدي ډالۍ هم نه وی، دومره خو کولای شي چې ستاینلیکونه ورکړي، یو ستاینلیک زده‌کوونکی/زده‌کړیال دې ته هڅوي چې د ژوند په اوږده او ستړې لار په اسانۍ مخته ولاړ شي یعنې یوه ناچیزه ډالۍ کولای شي د یوه انسان ژوند تغیر کړي، په ژوند کې غرونو ته ورته ستونزو له مخې لرې کړي.
 
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
چې هر وخت یې په مستقیم او غیرې مستقیمه توګه د خپلو زده‌کوونکو/زده‌کړیالانو د مغزونو په تږې للمه د محبت بارانونه کولای؛ څو پر مغز یې د کرکې او کینې پراته ګردونه له منځه وړی وای، کله چې له ښوونځي/پوهنتون څخه فارغېدای او په هېواد کې د نورو قومونو له وګړو سره مخېدای، بدون د مینې او محبت له ورکولو څخه به یې بل چلند ورسره نه کاوه؛ خو دا هغه وخت کېدای شي چې زموږ په ټولنه کې کورنۍ په خپلو اولادونو کې د اسلام رښتنی روح پوه کړي او د اسلامي اخلاقو او ادابو په زانګو کې یې رالوی کړي.
 
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
چې ښوونځي ته یې له ځان سره لرګی/متروکه یا بله د وهلو آله نه وړلی، وهل او ټکول د یوه ښوونکي/استاد په ځیرکۍ او هوښیارتیا دلالت نه کوي بلکې د تر ټولو ښه استاد هغه دی چې د خپلو زده‌کوونکو زړونه د محبت د لفظونو د خوږو په زور په ځان باندې رامات کړي او بیا خپل اسلامي او د افغاني انساني اصولو په چوکاټ کې خپل فکر د دوی مغزونو ته په داسې توګه ورپېچکاري کړي چې د ژوند تر پایه یې بیا د مغزونو د تصفیې هڅې ونه شي کړای که یې وکړي هم چې دوی خپله یې پر وړاندې له غر داسې ودرېږي.
 
که هر ښوونکی/استاد داسې وی
 چې په ټولګي کې یې تر ځان زده‌کوونکي/زده‌کړیال ته زیات وخت ورکوی، د هغو اندونه یې په سړه سینه اورېدی، که چېرې یې نظر پر ځای وای، هڅولی یې، که چېرې یې نظر کمزوی وای بیا یې په دغه لفظونو دده له نظر سره د خپل نظر د څرګندولو هڅه کولای:« بېکل ښه وایاست، ستا د خبرو په تائید که چېرې....» په دغه ډول سره به زده‌کړیال/زده‌کوونکی هېڅ د کمی احساس نه کړی، ازاد بحث په ټولګې کې د زده‌کوونکو/زده‌کړیالانو د ذهني انکشاف سبب ګرځي.
 
نوټ: نور تاسو ووایاست که چېرې هر ښوونکی/استاد څنګه وای!؟