که هر تربور داسې وی

چې خپلو اولادونو ته داسې روحیه ورنه کړي:«تربور د تیارې مېږوی دی» بلکې ورته ووایي:« زویه!/لورې! تربور د تیارې مېږوی نه بلکې د تیارې ډېوه ده، موږ باید ددغه ډېوې له رڼا څخه د ژوند د لوړو ژور په تیارو کې استفاده وکړو، څو د خدای دغه راکړل شوې ډالۍ(تربور) د ژوند په دغه اوږده لاره کې موږ ته او موږ دوی ته، د خنډ/کوهي کندلو پر ځای امسا/زینه وګرځو.

که هر تربور داسې وی
چې له خپلو تربورونو سره یې د مینې، محبت، عشق او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوی، د یو بل په وړاندې یې زغم، صبر او حوصله ډېره وی، هېڅکله یې داسې فکر نه کولای چې پلانی تر ما مخکې شو، باید په لاره کې ورته کوهي وکینم؛ څو چې په کې ولوېږي، پښې یې ماتې شي او خپلو موخو ته له رسېدو پاتې شي یا هم ووایي دغه سوټی، چاقو، ټوپک ساتم، که چېرې مې له پلانی سره جنګ شي، باید ترې استفاده وکړم، بلکې داسې فکر وکړي چې زه څنګه کولای شم له خپلو تربورونو، ګاونډیانو او خپلوانو سره انساني او اسلامي چلند وکړم، زه څنګه کولای شم داسې کارونه تر سره کړم چې وروسته له مرګه هم په ښه نوم پرې یاد شم، زه څنګه کولای شم داسې کارونه تر سره کړم چې زما د کورنۍ، جومات، کلی، ولس، ولسوالۍ، ولایت یا هېواد کې د ښه نوم او نښان خاونده شي؟؟؟

که هر تربور داسې وی
چې له خپلو ګاونډیانو، جوماتوالو او نورو دوستانو سره یې خورا ښه چلند کوی، د خپل جومات، کوڅې، کلي او ولس په اتفاق او اتحاد خوشحاله کېدای، د لوېدلی تربور/ګاونډي یې راپورته کولای، ، له ستړې څېرې یې ګردونه ورپوه کوی، زړه ته یې رانږدې کولی، ښکلولی یې او د ژوند کولو په هنر یې پوه کوي، په پښو یې درولی، په هوسا لاره د تګ چل او ول یې ورښودلی. 

که هر تربور داسې وی
چې خپل تربور ته یې په هره موضوع کې د جنګ دانې نه لټوی، د هغو په حق یې ګونډه نه وهلی، په مجلسونو کې یې په بد نوم نه اخیستی، د ژوند د اوږده مزله په لاره کې یې ورته خنډونه نه جوړه وی، خپله تاسو ووایاست څومره به مو خپلو خپلوانو له ژوند څخه خوند اخیستی!؟ څومره د کوڅې، کلي، ولس، ولسوالۍ، ولایت آن هېواد څخه د نفرت لمنه ټوله او پر ځای به یې به یې په دغه شاړه کرونده کې د محبت زړي شیندل شوي وای!؟ څومره به مو د یو بل پر وړاندې صبر، زغم او حوصله زیاته شوې وای!؟ باور لرم چې ځواب به مو «هو» وي؛ نو چې داسې ده همدا شېبه له ځانه پوښتنه وکړئ موږ ولې له ځانه ښه انسانان نه جوړه و!؟

که هر تربور داسې وی
چې هر بېګا یې له خپلو اولادونه سره د تربورونه پر ستونزو بحث کوی، هره اونۍ د قوم مشرانو د بېوزلانو له دسترخوانه ځان خبروای، هره میاشت د ولسوالۍ نماینده ګانو د ولسوالیو پر سطحه پر شته ستونزو بحث کوی او هره شېبه یې پر دې فکر کولای چې څنګه ورته د حل لارې پیدا کړي. په کوڅه، کلي، ولس او ولسوالۍ کې چې کوم کسان له ستونزو سره مخ دي، د ده په نشتون کې یې ورته د حل لارې لټوی او په راتلونکي کې یې د هغه پلانونو پر تطبیق فکر کاوه تاسو ووایاست، د فقر لمنه به مو له هېواده نه وای ټوله شوې!؟ هر سړی به پر ځان نه وای بسیا شوای!؟ د کرکې او نفرت پر ځای به مو د زړونو پر شاړو دښتو، د محبت پر للمو د عشق بارانونه نه وای شوي؟؟؟

که هر تربور داسې وی
چې د خپلو تربورونو په پرمختګ، هوساینه، خوشحالۍ او ښادۍ خوشحاله کېدای، د خپل ژوند ناکامې تجربې یې ورسره شریکولای، څو دده له ناکامو تجربو هغه استفاده کړې وی، په ژوند کې یې تکرار کړې نه وای، هغه مزل چې ده په لسو کلونو کې طی کولی، تربور یې په یوه کال کې وهلی. اوس تاسو فکر وکړئ که چېرې همداسې وای، موږ او تاسو دغه طرحه په ژوند کې عملي کړې وای څومره به مو د کوڅې، جومات، کلي، ولس، ولسوالۍ، ولایت آن هېواد په ګټه تمام شوې وي!؟ باور لرم چې له ځانه سره به ووایاست«ډېره» ښا! نو چې داسې ده ولې په ژوند کې دغه ډول پلانونو ته د عمل جامې نه ور په تن کوو؟؟؟

که هر تربور داسې وی
چې هره میاشت یې یوه اندازه کاپي پیسې د خپلې کوڅې، جومات، کلي، ولس،ولسوالۍ، ولایت یا هېواد د سپما صندوق ته وراچولی، څو د اړتیا په وخت کې هغه کسان چې له طبیعي پېښو څخه زیانمېږي یا د ژوند پر اوږدو کې پر یو بل مصیبت اخته کېږي ورڅخه استفاده وکړي او خپلې اړتیاوې پرې رفع کړي، که چېرې داسې وشي د حضرت عمر رض د وخت طرحه به مو په غیرمستقیم ډول په خپل کلي ولس او هېواد کې نه وي عملي کړې؟ غربت او فقر به مو له هېواد لمن نه وای ټوله کړي؟ کرکه او نفرتونه به نه وای ورک شوي؟ هر سړي ته به په ژوند کې یوه بوختیا پیدا نشي؟ زه خو باور لرم چې هر څه به سم شوي وای؛ خو تاسو مو هم خپل نظرونه ووایاست!.
نوټ: نور تاسو راته ولیکه که چېرې هر تربور څه رنګه وی!؟