مسافر (لنډه کیسه)

د موټر ښيښه کښته وه، د باران څاڅکو مو د بدن لوڅې برخې تخنولې، د نمجنې دښتې پر سینه قیر سړک توره لیکه ښکارېده، تېز باد و، د پختې له کروندې سره نږدې د زاړه دېوال څنګ ته مېږې پنډې وې،  شپونکي ځان په څادر کې پېچلی و، په لرګي یې تکیه کړې وه، د موټر سرعت مو زیات و، ترې تېر شو، موټروان یو دم بریک ته پښه وراوږده کړه، راته یې وویل:
همدغه کلی دی، ځینې تېر شو

شا او مخ یې له نظره تېر کړل، یو ځل یې ښۍ بیا یې  چپې عقب نما ته وکتل، ښی لاس یې زما د سېټ په څنګ کېښود، د شا په ښيښه کې یې سترګې وګنډلې، ورو یې موټر ته حرکت ورکړ، د څنګ په دوه لاره یې را تاو کړ، له لږ مزل وروسته یې د یوې لرګینې دروازې مخ ته ودراواه، له تنکي ماشوم څخه مې پوښتنه وکړه:
د بي بي کاملې کور چېرته؟
سپېره څېره یې وغوړېده، په موسکنه لهجه یې وویل:
تاسو د مرستې انجینران یاست؟
و مې ویل:
هو
ځواب ته یې چاودلې شونډې راجوړې کړې:
نیا مې کېږي، زه غږ ورته کوم
د چینار تر ونو لاندې د لښتي پر ژۍ بوډۍ ښځه ناسته وه، ماشوم ور منډه کړل، شېبه وروسته یې  تر لاس ونیوه، کتابچې ته مې لاس وراوږد کړ، د دروازې ورو کړپ شو، کښته شوم، کامله نږدې راغله، لاس مې په سینه کېښود، ستړي مشي  مې ورسره وکړل، د زاړه توت لاندې کېناستو،  پوښتنه مې ترې وکړه:
سترګې دې ضعیفه دي؟

په غرېیو نیولي غږ یې راته وویل:
هو! غبرګې سترګې، دوه زامن مې درلودل، دواړو وسله واخیسته...
و یې ژړل، څو شېبې وروسته یې د ټیکري په پیڅکه اوښکې وچې کړې، ژوره ساه یې واخیسته:
جنګ شو، دواړه نا خبره و، نپوهېږم که به خبر و!؟
کړل مې:
هاغه په سر یې چې پوسته ده؟
وخوځېده، ځان یې خبرو ته راجوړ کړ:
 په همدغه پوسته جنګ و، دواړه په همدې ورځ شهیدان شول، دا شپه ډېره سخته وه، لکه زړه مې چې خبر وي، د د سهار رڼا خوره شوه، په لرې کلیو کې اذانونه وشول، اوداسه ته پاڅېدم، کوزۍ مې له اوبو ډکه کړه، د کلي په جومات کې اعلان وشو، شهیدان شوي، کلیوال دې جومات ته راشي، کله چې لمر راوخوت، ماشومانو مو بیرون ته ووتل، شېبه وروسته یې له جومات پسې را اخیستي و، د دروازې له څنګ سره ولاړو و، رنګونه یې الوتي و، له یو بل سره ویل، ټول کلی عسکرو نیولی، دغه لمسي مې شکي شوی و، راته یې وویل کاکا(ابا) مې نه وي شهید شوی، لږ ساعت وروسته خبره شوم چې د غم ټغر زموږ په کور کې هوار دی، ورغلو، ډېره سخت ساعت و، د زوی تر غاړه مې لاسونه تاو کړل، هره څومره نارې مې چې ورته وکړې، غږ نه راته کاوه، د جنازې په لمانځه کې یې ډېر خلک نه و، لږ وروسته یې چارپایي هدیرې خواته واخیسته، یو دم ډزې شوې، جنګ شروع شو، څه کم یو ساعت یې دوام وکړ، ذاتي مې یې زوی دلته خښ نه کړ، ښار ته نږدې یې په یوه  بله هدیره کې خاورو ته وسپاره
غلې شوه، پر ګونځې اننګو يې د اوښکو څاڅکي را وغړېدل، چوپچوپتیا شوه، لږ وروسته یې بیا غرېو نیولي غږ خوره شوې خاموشي ماته کړه:

لمر مو پر تندي و، د ماسپښین لمونځ روا کېده چې د بل زوی د شهادت اوازه مې راغله، کوژده شوې اینګور مې ترې پاتې شوه، هغه بیا عسکرو دلته پرېنښود، ددغه غره بل اړخ ته کلی دی، هلته یوه هدیره ده، د شهیدانو په نامه یادېږي، ټول په کې د نورو ځایونو ځوانان خښ شوي دي، دی یې هم هلته خښ کړی و، په دا سبا یې قبر ته ورغلم، سپین بیرغونه پرې ځوړند و، بس په مرګ هم دواړه رانه مسافر شول، ابله ورځ ډاکټر  ته تللې وم، سترګې مې ډېر ضعیفه شوې، هېڅ یې نه لیدل، راته ویل یې ډېر خپګان دې کړی، دا یوه سترګې دې  نه جوړېږي په دا یوه دې لږ دوا وکړه امید شته چې خدای یې درته روغه کړي.

د قلم سر مې پر نوکه کېښود، کتابچه مې قات کړه، تر څنګ مې کوچني ماشوم دواړه لاسونو تر زنه لاندې نیولی و، چورت زنګاوه، د کوڅې خاموشي د زړې بوډۍ سلګیو ماته کړې وه د لوړ چینار په سر کې کارغه په ځاله کې یې ناست و، کخ کخ کخ غاړې یې کولې.
پای