دصیاد صیب ښکار او دامونه

 خدای شته د اشرف غني د واکمنۍ تر وروستیو د صیاد صیب د ښکار ، دامونو او د نوموړي له خدای ورکړي استعداد څخه ناخبره وم خو دا چې اشرف غني بیا د استعدادونو د راټولولو ځانګړی استعداد او مهارت لري نو د اشرف غني له دې لاسته راوړنو څخه نه یواځې زه بلکې ټول افغانان برخه اخیستونکي شول او هغه مو وپیژندلو او د صیاد صیب د ښکار استعداد تر ټولو ښه بیا ولسي جرګې ته نوماندانو ته ورڅرګند شو.

اشرف غني چې بابا،متفکر ،ولسمشر او لسګونه او سلګونه القاب لري یعنې که کوم عباسي خلیفه یې د القابو د لېست سره مقایسه کړل شي د عباسي خلیفه ګانو چانس هیڅ نه تر سترګو کیږي په تېره بیا چې عباسی خلیفه ګان متفکرین هم نه ول.

په دې کچه د القابو اخیستونکی سړی حتما کوم لوی شخص دی او دا چې زمونږ د هېواد ولسمشر دی نو زمونږ هېواد هم ورسره یادیږي.

پر ډموکراسۍ باور دې ته نه ویل کیږي چې یواځې په هرڅه کښې ځان ووینه او هرڅه که روا او ناروا وو خپله ګټه ترې پورته کړه ،د ټاکنو د کمیسون د غړو ټاکل د عبدالله او اشرف غني تر منځ په داسې شرموونکې بڼه ترسره شول چې نه ډموکراتیک غوښتنې په پام کښې ونیول شولې او نه انساني او افغاني ملي کرښو ته په کښې احترام وشو یعنې ټول هېواد یواځې له اشرف غني او عبدالله څخه عبارت وو او د تقسیم پر وخت د صیاد صیب د برېوتونو چپ اړخ د عبدالله او ښی اړخ یې د اشرف غني ول او برېت غوړ یې بیا په ارګ او سپېدار ماڼیو کښې په نوبت د سرور زرو په صندقونو کښې ساتل کېدلو.

یوڅوک چې پر ډموکراسۍ باور لري او ځان متفکر هم ګڼي اخر دومره لنډه منډه ولې وکړي؟

دا نو اوس باید په سړه سینه ومنو چې صیاد صیب خپله دنده ښه ترسره کړله .ښه دامونه یې وغوړول او غوړ ښکار یې هم وکړ ،ښه ترسره کول یې ځکه ګڼو چې ولسمشر پر همدی دنده ګومارلی وو هغه چې خلک له ناپوهی ورته فساد،غلا ،درغلي،رشوت او څو نور نومونه اخلي چې شمیر یې د اشرف غني تر لقبونو کم ندی.

دا چې صیاد صیب او ملګرو یې له پخوا د تار او ستنې کار کړی وو او یا یې د وړیو څخه د غالیو ،او نورو په جوړولو کښې برخه اخیستې وه بیله خبر ده خو سړی د دامونو په تار جوړولو او اچولو کښې هغومره بریالی وو لکه څومره چې ترې اشرف غني او عبدالله هیله لرله.

زمونږ هېواد د ډموکراسۍ لومړنی تجربې ترسره کولې خو له بده مرغه چې ولسمشر غني یې د پاللو پرځای بدنامولو ته ملا وتړله.

.او بیا نوموړی په ډېره غرور دا خبر هم کوي چې نیمایی غله مې ورک کړل او نیمایی نور به هم ورک کړم.

سړی که نه وایی هم له مجبوریته ووایی چې ولسمشره صیاد صیب او کمیسون لکه چې ستا د وخت د مبارکو علماوو او شیخانو ټولنه ده چې ته یواځې دعا ترې اخلی او کله کله یې په امامت د جمعې د ورځې لمونځ اداء کوې.

ښه دي چې غلو د ولسمشر تر برېتونو لاندې خېمې ندي درولې او خپل تصویرونه یې د ارګ په ماڼۍ ندي ځوړولي هغه مهال د دې امکان شته وو چې ولسمشر لیدلی وی او په دار یې ځړولي وی ځکه تردی وړاندې هم نوموړي ډېر داسې په دار کړل کېدای شي چا به نه وي لیدلي.

کله چې ملي ګټې او ملي تګلارې پر شخصي تګلارو او تر شخصي ګټو قربان شي نو د ټاکنو د کمیسونونو په بڼه ننګونې رامنځته کړل شي او دا له هغه ولس سره چې پر ټاکنو د نظام د جوړولو نوې هیلې ورسره دي یو نه منل کېدونکی خیانت دی.

اوس ولس حیران دی چې رایه اچول څه معنی ؟
هغه چې د ټاکنو کمیسون او د وحدت ملي د حکومت مشران ورباندی باور لري؟ که کوم بل تعریف هم لري.

یوه بله نالیدلې خو دا وه چې تېره ورځ یې د تجارتي اعلان په توګه د کمیسونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړل چې په دی توګه به تل هغوی د ده په څنګ کښې ولاړ او دفاع به کوي او دا خو بیله خبره ده چې د ممنوع الخروج څخه تر مخه ټولې کړنې به یې څوک سپینوې او که دا دټاکنیز کمپاین کومه برخه وي هم بده نده لکه څنګه یې چې د محقق له دندې د لرې کولو اعلان وکړ خو اجرایه ریاست بې وفایی وکړه هغه تجارتي اعلان یې نیمګړی کړ.

د صیاد دښکار موفقیت د اشرف غني په تفکر کښې نغښتی دی او نړۍ یواځې د اشرف غني له سترګو څخه په لیدو ښکلې ده.