
دسي بې اس تلویزون په لوی لاس مصری کودتاچي جنرال چې ځان د ولسمشر په توګه څرګندوي د شپېتو دقیقو په پرګرام کښې راګیر کړی وو.
له یوه جنرال سره داسې مسخرې کول د یوه مصري خبریال او یا د کوم اسیایی هېواد د خبریال لخوا ناشوني دي خو کله چې خبریال امریکايی او اروپایی شي نو شونې څه چې جنرال صاحب به د پرګرام په ژوندی بڼه کښې ورته تسلیم وي او بڼه به یې په کړو جنایتونه اقرار ورته کوي.
که څه هم مصري چارواکو او مصري سفیر له وړاندې د سي بي اس له خبریالانو هیله کړې وه چې جنرال سیسي به ډېر نه تنګوي ځکه هغه ډېر حساس ضمیر او وجدان لري، زر دردیږي او د ماشوم په بڼه ژړا ورځي چې له دې سره جوخت ډېره خوله پرې راځي همدا راز کله چې نوموړی وارخطاء شي د خبرو کولو مجال هم له لاسه ورکوي او ډېرو پوښتنو ته په نه او یا مطلق هو سره ځواب وایي.
همدا راز د جنرال د جرمونو په اړه د پوښتنې پر مهال د جنرال سترګې یوې او بلې خواته د پناه ځای لټوي او ګړندی منډې وهي د عذر او معذرت غوښتنې په دود ځغلي او جنرال خپل لاسونه په خپله غېږه کښې موټی کوي او خپلې ګوتې مروړي.
دا هرڅه رښتیا شول د جنرال سیسي شپېته دقیقې د هغه لپاره یو ویروونکی کابوس وو د سي بي اس سپین سترګي خبریال همالته د مرکې پر مهال له جنرال سیسي عسکري جامې ایستلې وې او د هغه په عسکري خولۍ یې لوبې کولې، اخر دا دومره سپین سترګي ولې؟
یو خبریال دا حق له کومه کوي چې له جنرال سیسي پوښتي چې ستا په هېواد کښې د نړیوالو انساني حقونو د سازمانونو په خبره تر شپېته زرو مظلوم ولسي خلک بندیان دي او په سیاسي فعالیتونو د خلک زندان ته اچولي دي؟ تر دی اخوا دا پوښتنه چې ستا لاسونه په وینو سره دي او خلک درته دیکتاتور او وینې څښونکي په سترګه ګوري ؟
جنرال به څه ځواب ورکوي؟
اخر هغه یو جنرال ده، قاتل ده، د خلکو په وژلو او بندي کولو پوهیږي مګر د خلکو پر ساتلو او وینې نه تویولو نه پوهیږي نو دې پوښتنې ته به څه ځواب ورکوي؟
یواځې ویلی شي چې نه نه او نه خو کله چې ترې وپوښتي چې د اسرائیلو سره غوره اړیکې لري او په خدمت کښې یی یاست نو جنرال صیب وایی چې حقا هو او هو.
یو جنرال باید په همدې کچه ویښ وي ترڅو بهرنیان یې وګوماري او کودتا ورباندی وکړي او د خپل ولس وژلو ته یې تشویق کړي.
د جنرال سیسي هغه حساس ضمیر او وجدان چې د کودتا پر مهال یې د تش لاسو ولسي خلکو څخه د اته زرو څخه ډېر ووژل اوس د سي بي اس د تلویزون په جال کښې نښتی وو هغه جنرال چې انسان وژل ورته د چرګ وژلو په کچه ارزښت نه درلود او هیڅ درد یې نه حس کولو اوس د یوه خبریال د پوښتنو په وړاندې داسی ناست وو لکه پیشو چې له موږک سره لوبې کوي .
څو ځله د سړي زړه کښې راګرځېدله چې پر خبریال یو څوک ورغږ کړي چې دا د مصر تر ټولو وحشي جنرال دی او اوس د مصر واکمن دی دا موږک ندی لطفا ځان ورته د پیشو په منصب کښې مه دروه خو بې ضمیره خبریال همغه لوی جنرال سره خپله لوبه تکراروله ،جنرال دا هم نه شو ویلی چی زه د ولسمشری وړتیا نه لرم همدا امریکا په دنده کړی یم لطفا له ما څخه هغه پوښتنې مه کوی چې زه ځواب نه ورته لرم.
د جنرال لپاره سخته ورځ وه که د بشري حقونو کمیسونونو دا مرکه له نیږدې څارلی وی نو حتما به یې د سي بي اس خبریال ته د جزاء غوښتنه کړی وی ځکه چې لوی جنرال یې مرکې په نوم تعذیب او شکنجه کولو او دا حالت د زغم وړ نه وو.
دا چې جنرال سیسي به په دې مرکه څو فیصده د وجود اوبه د خولو په توګه لاسه ورکړي وي او ډیهایدرشن شوی به وي که نه معلومه نده خو کېدای شي یو عادي انسان د اسهال پر مهال په دومره چټکی د خپل وجود د مایعاتو په له لاسه ورکولو بریالی نه شي.
د مصر ولس د داسي ذلیلو په لاس د محکومېدلو تر کچې د لوېدلو دردونکی برخلیک حق نه درلود خو دلته نور د ولسونو پوځونه ،عسکري تشکیلات او د ولس د دفاع سنګرونه یې امریکایانو جوړ کړي ول او هغوی ورباندی کلني مصارف کول عسکر د خاورې د دفاع حس نه درلود د ولس پیژندلو حس یې نه درلود یواځې روبوتونه ول چې په بټنو یې حرکت کولو او جنرال سیسي یو له همدې څخه وو.
د یوه ولس د دفاع د سنګر ساتونکي ،سرتېري او د قربانۍ د صف مخکښ غړي چې امریکا او اسرائیلو په پیسو شپه تېروي نو د ولس د دفاع غوښتنه به څنګه ترې کوو هماغه د شهید سیدقطب خبره چې وایې: د شیطان په اس سره جنت ته منډه نه وهل کیږي او یا د لوېدلې تګلارې په پاللو سره لوړ او سپېڅلي هدف ته ځان نه شو رسولی، زمونږ سترګو ته دریږي.
د مصر او اسلامي نړۍ دېکتاتوران چې غرب واک ته راوستلي وي د یوه غربي خبریال په لیدو ځان د جنګي جنایتونو په محکمه کښې وینې هغومره ترې ویریږي چې په کاغذ تشنابونو یې د مخ د خولو د پاکولو امکان له لاسه ورکوي خو کله چې د خپلو ولسونو مخې ته ودریږي نو تر ټولو لوی داړونکی وحشي او وینې څښونکي حیوان ورسره مقابله نه شي کولی.
د شپېتو دقیقو پرګرام پر دې مرکه نور هم مشهور شو د نړۍ په بېلا بیلو برخو کښې د خلکو د تلویزون پر مخ د یوه مصري دیکتاتور د خولو د پاکولو او د خپلو کړو جرمونو دپټولو د ناکامې صحنې محکمه لیدله او ټولو د یوه ولس له برخلیک سره د یوه پلورل شوي جنرال په لاس یوه لوبه کتله.