د وحشت دوه سرلیکونه!

هرو یوولسو دقیقو د یوه ماشوم د معصومیت نړۍ د تل لپاره نړوله
هو هرویولسو دقیقو کښې یوه ماشوم له لوږې ساه ورکوله
د جاهلیت د وخت عرب بیا په پښو درېدلي ول د فارس د امپراتوری وارثان هغه اړخ ته د وینو د څښلو په تنده کښې پاڅېدلي ول او هرو یوولسو دقیقو یو ښکلی ماشوم له ځانه سره وړلو د میندو غېږې خالي پاتې وې او اوښکې د سترګو په تل کښې د بې وسیو ،کمزوریو او غریبیو په ځنځیرونو تړل شوې وې.

د جاهلیت د وخت عرب هغه چې اسلام یې لمنه ورټوله کړې وه هغه چې اسلامي مدنیت یې توره بڼه غندلې وه هغه چې رسول الله ص ورسره ګام په ګام ،لوېشت په لوېشت مقابله کړې وه او مات کړي یې ول او د مدینې او مکې پر لوړو یې د انسانیت سرلوړی بیرغ درولی وو او د یوه ستر وحشت مخه یې نیولې وه نن له هغه ورځې په سوونو کلونو وروسته د بیا احیاء او غوړېدو په درشل دی.

د حجاز خاوره د فارس د نالایقو واکمنو سره د جهالت په یوه لویه سیالی کښې مخ په وړاندې ځي ،د انسانیت سره د ټکر او تصادم په یوه مسیر کښې د جهالت د بیا ژوندي کولو په تلوسه کښې بوخت شرمېدلي واکمن د حجاز د سپېڅلتیا پر مخ داغونه ږدي او دا دردونکې صحنه انځورول د قلم ګوتې ریږدوي او د لیکنې حوصله ماتوي.

د پنځه اتیا زرو ماشومانو د قاتل دپتې پیدا کولو لپاره مګر په تېلسکوپ کښې نورو ستورو او سیارو ته خپل نظر ورسوو؟ مګر د عربي هېوادونو د واکمنو جهالت په میکروسکوپ کښې د یوه ویروس تر کچې کوچنی دی؟ او ارزولو ته یې باید پرمختللي لابراتور هم ولرو ؟او یا د ایراني چارواکو تر لویو پګړیو او ږیرو لاندې د ترحم او انسانیت د شعارونو سیوری غوړېدلی دی که شیطانانو هلته دېرې او مېلمستونونه جوړ کړي دي؟

د مکې له سپېڅلي حرم او د مدینې له سپېڅلتیا د جاهلیت د وخت د کړنو او لارو د تعقیب په دود سپکه استفاده کول د منلو وړ نده او ډېر خلک پر دې ځکه چوپه خوله دي او د سعودي حکومت ته ګوته نه نیسي چې مقدسې او سپېڅلې سیمې او ځایونه د سعود د کورنۍ تر واک لاندې دي او له هغو د خپل ناروا اقتدار د اوږدولو لپاره ګټه پورته کوي په داسی حال کښې چې دا د یوې کورنۍ د واک د جوړېدو لپاره ندي بلکې د مېلیونونو مسلمانانو د عقیدې له کرښو سره تړلي دي.

یمن د چا په جګړه کښې سوځیږي؟ یمني ماشومان د چا د جوړ کړي وحشت په تل کښې لولپه کیږي؟ د چا د بمونو تر سیوري لاندې له لوږې مري؟

د ایران او سعودي دا پراخې وسلې د یمني ماشومانو د وژلو زړورتیا او همت لري او د هغوی په وینو تویولو کښې د تش په نوم خادم الحرمین الشریفین قسوت او وحشت راغبرګیږي؟ او د اسرائیلو او نورو یرغلګرو په هکله بیا دوی د سوی په خوب ویده دي؟

خادم الحرمین الشریفین؟! چې دا به څه ته وایي؟ د یمن د ماشومانو د قاتل په معنی خو به نه وي؟! زما د عربي ژبې د پوهېدلو او ژباړې ځواک همدلته د یوه ناورین په اړه د خادم په کلمه کښې د قاموسونو د ژباړو او تعبیر هیلې له سره په ارزولو مناسب ګڼي.

د سعودي د خادمانو لپاره د مصریانو وینو لکه چې کفایت ونه کړ؟ د یمن وینې او د نورو کومو سیمو وینې به د دوی تنده ماته کړي؟

که سعودي واکمن د بېلا بیلو قومونو د وینو رنګ لیدل غواړي د یوه رنګ وینې څښل ورته خسته کن ښکاري ،غواړي په ژوند کښې بېلا بیل رنګونه او خوندونه ترلاسه کړي.

د مصر کودتا، د عراق جګړې، د سوریې وحشت،د یمن جنګ او ماشوم وژنو کښې خادم الحرمین لاس نلري ځکه د هغه لاسونه یو متر اوږدوالی خدای شته لري او که نه؟

خادم الحرمین له داعش سره هم اړیکه نلري ځکه تر اوسه چا نده لیدلی چی له ابوبکربغدادي سره یې د ټلیفون په کرښه روغبړ کړی وي او په کړس کړس یې ورسره خندلي وي.

خادم الحرمین له اسرائیلو سره د اړیکو پاللو لپاره هېڅ هم نه کوي یواځې هرې اسرائیلي طرحې لپاره ډالر ورکوي، ډالر ورکول د اسرائیلو له ملاتړ سره توپیر لري دا چې اسرائیل بیا په دې ډالرو او اړیکو څو فلسطیني ماشومان ښکار کوي دا نو د اسرائیلو جنایت دی نه د سعودي د واکمنو.

د سعودي واکمن د مصر د کودتا مالي مرسته کوي خو خپله دوی مصریان په مرمیو نه ولي او حکومت یې نه نسکوروي دوی یواځې کودتاچیان اکمالوي او اکمال خو په ګناه کښې نه راځي که نه وي تاسې د سعودي له مفتیانو او قاري سدیس څخه پوښتنه وکړی هغوی به حتما ځواب درکړي چې د کودتاکوونکو ملاتړ او د اخوان نسکورول د ولسونو وژل د شریعت لومړنی غوښتنه او سعودي د واکمنو لپاره الهي مسئولیت دی.

د سعودي واکمن په زندانونو کښې د ښځو او علماوو او مخکښانو تعذیب او شکنجه د دې لپاره کوي چې دا علماء هغه خلک دي چې د خدای تعالی او د هغه د رسول د حکمونو د پلی کولو هڅه او غوښتنه کوي او دا غوښتنه د سعودي د حکومت هیله چې د جاهلیت د وخت د عربو احیاء کول دي له خطر سره مخ کوي او د ښځو د تعذیب مسئلی ته که سر ورښکاره کړو نو سعودي بیا هم ویلی شی چې په دې کچه ماشومان چې مونږ وژنو نو دا ښځې ولې له مونږ خوندي پاتې شي .دوی نو څه لوړتیا لري چې د سعودي د واکمنو تعذیب حق تر لاسه نکړي؟

دوه غوایان چې ښکر په ښکر شي نو زیان یې کاڼو او بوټو ته رسیږي،د سعودي او ایران ضرر هم مظلومو ولسونو ته رسیږي د دوی په همدې شخړو او جګړو کښې ډېر هېوادونه له ناورینونو سره مخ دي او لا هم دوی د سني او شیعي په نوم فتنو ته په کلکه لمن وهي،سنیان او شیعیه ګان د ایران او سعودي د واکمنو د سیاسي لوبو او واک لپاره په بې هدفه توګه قرباني کیږي له پوهېدلو پرته له حس کولو پرته!

د سیاسي هغو مذهبونو ایجاد او رامنځته کول چې په سعودي او ایران پورې اړه لري د همدې فتنو څخه یوه بله ده.

دا دوه هېوادونه د فتنو مرکزونه دي او د جهالت د وخت هماغه د ماضي تور پیغام وړونکي د اسلام او انسانیت دښمنان دي باید نړۍ یې له شره وژغورل شي.