غزل

چا چې د سولې په نیت ټینګه اراده کړې ده
غوږ یو سړي په کلیمه نن زمزمه کړې ده

امن به راشي ورورولۍ مټې به ونغاړل شي
د ورور په نوم وژنه ختمه چا توبه کړې ده

په غوسه لاړو یار به چېرته رانه ځان پټوي؟
ټومبلی زما نوم یې په لاس یوه نښانه کړې ده

دلته دېوال زخمي شاهد د ژوندانه تفسیر کړي
دلته انسان انسان په خاوره تجربه کړې ده

خلک ویریږي په راتلونکي چې انجام یې څه دی؟
خلک ویریږي چې شیطان ګورئ سجده کړې ده؟

ما مې د ژوند شېبې چې څومره په ژړا بایللې
خدای ج مې پرې نیسي ما خندا ته بهانه کړې ده

نمجنو سترګو ته چې غم اخلم ژړا پرې واخلم
دومره په اوښکو ما له زړه سره ګذاره کړې ده

حقیاره درد، خفګان او زغم د بېلتانه چې راغی
زړه ته دې یاده شي: ما مینې سره وعده کړې ده