رسمي او غیر رسمي ادارې

رسمي ادارې هغو ادارو ته ویل کېږي چې په قانوني ډول یې بنسټ اېښودل کېږي، د مشاغلو شمېر، د دندو حدود، واکونه او د فعالیتونو ترسره کولو طریقه یې مشخصېږي. خو د غیر رسمي ادارو په هکله بیا کله ناکله ویل کېږی چې دغه ادارې تخیلي حالت لري. ځکه چې یادې ادارې په هغه ډول چې په رسمي اداره کې یې وړاندوینه شوې عمل نه کوي او دا غیر رسمي اداره ده چې د ادارو واقعي حالت را په ګوته کوي.

غیر رسمي اداره د رسمي ادارې له جوړېدو سره سم په طبیعي ډول رامنځته کېږي، رسمي اداره تعدیلوي یا هغه پیاوړې کوي او پراختیا ورکوي. که په ساده ټکو یې ووایم: غیررسمی اداره په اصل کې هماغه د کارکوونکو ترمنځ د تودو وظیفوي غیررسمي اړیکو بهیر دی چې اداره کې له ګومارل کېدو او یو بل سره بلدېدو په پایله کې رامنځ ته کېږي. د بېلګې په توګه: په رسمي جوړښت کې ښايي داسې ټاکل شوې وي چې کارکوونکي مکلف دي څو د ادارې په بشري منابعو پورې تړلي ټول مسایل په مستقیم ډول د کارکوونکو د چارو ادارې (بشري منابعو ادارې) له ریس سره مطرح کړي؛ په داسې حال کې چې که کارکوونکي درک کړي چې د ریس په ځای د چارو ادارې له مرستیال سره د دا ډول مسایلو مطرح کولو له لارې تر ډېره مطلوبه پایله په ښه ډول لاس ته راوړلی شي، نوموړي ته به مراجعه وکړي.
د رسمي او غیر رسمي ادارو یو توپیر دا دی چې په رسمي اداره کې د غیر رسمي هغې په پرتله د دندو جوړښت غیر شخصي او رسمي وي، په داسې حال کې چې په غیر رسمي اداره کې اړېکي شخصي وي. په رسمي اداره کې د دندې له طرح کولو وروسته وګړي د ګومارنې د پروسې له لارې په کار ګومارل کېږي. خو غیر رسمي اداره هغه وخت رامنځته کېږي چې په یوه اداره کې پر ټاکلې دندې ګومارنه د کارکوونکو تر منځ د ټولنیز اړیکو د ټينګېدو لامل وګرځي. د بېلګې په توګه: د یو رسمي پوسټ جوړول لکه د کارکوونکو د چارو مرستیالۍ پوسټ، د رسمي ادارې فعالیت دی چې په یاد پوسټ کې یو کس د ګومارنې د پروسې له لارې ګومارل کېږي.

په رسمي اداره کې، کارکوونکو ته رسمي اړيکې په ليکلې بڼه، بشپړ غور او له اداري نمونې سره سمې تشریح کېږي. د اړتیا په صورت کې، وروستني بدلونونه هم د مدیر له خوا کارکوونکو ته په رسمي ډول ابلاغ کېږي. خو په غیر رسمي اداره کې، اداري اړیکې په شفاهي بڼه او د اداري نزاکتونو له لارې کارکوونکو ته بیانېږي، هغوی ته په یو نه یو ډول ورښودل کېږي چې دلته د همکارانو تر منځ فضا څنګه ده؟ که اړتیا وي، د دغې غیر رسمي ادارې جوړښت هم په طبیعي ډول بدلون مومي. رسمي او غیر رسمي اړیکې دواړه د وګړو پر سازماني رول اغېزه کوي. خو شونې ده چې هره شېبه یوه له یادو اړیکو پر بلې غالبه وي، د پورتنیو ټکو او باریکیو پر شتون سربېره بیا هم مدیران تر ډېره د غیر رسمي اړیکو له ارزښت څخه بې خبره وي او دا چاره غیر رسمي اړیکو او دغه ډول ناملموسې ادارې ته د هغوی د نه پاملرنې لامل ګرځي.