ماشومان څه غواړي؟

ژوند مې تریخ شو، د ژوند نشه يي ملګرې مې کابو هر څه رانه لوټ کړل او نیږدې وه چې زما په وژلو هم بریالۍ شي. هېڅ نه وو راپاتې، ځان مې د مرګ پر کړنګ ولاړ لیده. ټوله شتمني، سپما، دنده او ملګري مې له لاسه ورکړل. هر څه تالا ترغه شول او پر موټر او کور مې نورو د مالکیت منګولې ونښلېدې. 

وجود مې ژوندی خو روح مې نیم ژواندی و، یوازینی شی چې زړه مې پرې تکیه و، همدا دا په سولېدلي تن کې چلېدونکې ساه او ۸ کلن زوی مې (اوېل) و. سره له دې چې لاس مې تور سپي څټلی او په تش میدان پاتې وم، خو د اوېل په ساتلو وتوانېدم. تورو سترګو او مینه ناکو خبرو یې د ژوند هیله رابښله، له بدو پېښو د نوموړي د ژوند ژغورنه او پالنه مې که د سر په بیه هم تمامېده، صرفه مې نه پرې کوله. 

د زوکړې ورځ یې راورسېده، زړه خوړینی وم، د ډالۍ لپاره مې جیب کې څه نه لرل، زموږ دواړو ژوند یوازې د بقا په تار راځوړند و. هغه مې سینې ته راجوخت کړ او ورو مې ورته وویل: "اوېل بچیه! بښنه غواړم، هېڅ راسره نشته چې ستا د زوړکړې د ورځې په ویاړ درته یوه ښکلې ډالۍ راونیسم". ده پورته راته وکتل او په موسکا یې داسې څه راته وویل چې په ټول ژوند مې هېر کړي نه وو او نوموړي ته یې په ورکړه کې پاتې هم نه وم راغلی:"پلارجانه! ماشومان توکي نه، بلکې مینه غواړي، همدا زما لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده".