د سولې په ټینګښت کې د مورنۍ ژبې رول

د ۱۹۵۲ زېږدیز کال د فبرورۍ د ۲۱م سهار سپېدې چاودېدې، په ختیځ پاکستان کې د لمر وړانګو په داسې حال کې سر راپورته کړ چې د دې هېواد د تر ټولو تکړه او نخبه ځوانانو یوې ډلې د یو سوله ییز لاریون تابیا نیوله. د لارویونوالو زیات شمېر غړي زده کړیالان او تر ډېره د طب پوهنځیو وو. دوی پورې د یو لوی ملت د سبا هیلې غوټه وې او د طبابت ډګر کې یې نوښتګرانه طرحو ته د کلیوالي سیمو لکونه ناروغانو د درملنې په پار شېبې شمارلې. په دې ورځ ښايي د خپلو میندو له مینې ډکې دعاګانې هغه وروستۍ جملې وې چې دوی په "بنګالي ژبه" اورېدې. هو، په بنګالي ژبه، په هماغه ژبه چې دوی یې د رسمي کېدو د غوښتنې تر شعار لاندې راټول وو. ورځ تېره شوه او لمر له ستړي مزله وروسته، په داسې حال کې د لودیځ د غرونو شا ته ولوېد چې څېره یې په وینو لړلې او تندی یې د ورځې له پېښو تریو و. آسمان د بورو میندو غلبلې اورېدې، د هغو میندو له سوزه ډکې کریغې چې د خپلو بچیانو غلبېل غلبېل جسدونه یې خاورو ته سپارل، چنار چنار ځوانان ځکه په ځمکه رانسکور شوي او په سرو وینو لړلي وو چې د خپلې مورنۍ ژبې د رسمي کېدو غوښتنه یې کوله. دا په ختيځ پاکستان کې د وګړو د مورنۍ ژبې رسمي کېدو له غوښتنې راپورته شوې ترخه کیسه ده.
 
په ۱۹۵۲ ز کال د اوسني بنګلادېش (چې له خپلواکۍ مخکې یې ختیځ پاکستان باله) د پلازمېنې ډاکې ښار د بېلابېلو پوهنتونونو زده کړیالانو د اردو ژبې تر څنګ، د دویمې رسمي ژبې په توګه د (بنګالي ژبې) پېژندلو لپاره سوله ییز لاریون ترتیب کړ، خو پولیسو د دغو لاریونوالو هرکلی په مرمیو وکړ او څو تنه بې ګناه لاریونوال یې ځای پر ځای ووژل. د بنګلادېش له خپلواکۍ وروسته، یاد هېواد یونسکو ته وړاندیز وکړ چې د فبرورۍ ۲۱مه دې له ژبنۍ او فرهنګي تنوع ساتنې سره د مرستې په پار، د (مورنۍ ژبې نړیواله ورځ) ونوموي. دا وړاندیز ومنل شو، او د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ شوه.  
 
ملي، دیني او نړیوال مناسبتونه ډېر ارزښتناک فرصتونه دي. دا ډول مناسبتونه موږ د بېلابېلو پېښو، موضوعاتو او مهمو شخصیتونو په هکله بیاځلي فکر ته اړ کوي او رایادوي چې باید د خپل ژوند لپاره د هغوی له افکارو او پنځونو یو څه ترلاسه کړو. په مورنۍ ژبه خبرې اترې، له خپل فرهنګ سره سم ځانګړې جامې اغوستل او یا د ځانګړو ښکارندو پر وړاندې، ځانګړی غبرګون د فرهنګي تنوع بېلګې دي.
 
افغانستان کې هم د قومونو تنوع د یوې داسې اووه رنګې زرینې غالۍ په څېر رنګین منظر دی چې د سولې او ټيکاو په شتون کې یې پر مټ له نورو هېوادونو ګڼ شمېر ګرځندویان راجذبولی او د هېواد د بېلابېلو سیمو او ملي اقتصاد د څرخ آرابې په خوځښت راوستلی شو. ژبه او ادبیات د هر قوم او فرهنګ هغه برخې دي چې ویونکي یې له همدې لارې نورې نړۍ ته د خپل فرهنګ ښکلې څېره ورښيي او له نورو فرهنګونو سره د رغنده تعامل فرصت رامنځته کوي. یو وخت داسې نظریه هم ورکړل شوه چې د نړیوالې سولې، ټيکاو او فرهنګي اړیکو د ټينګښت لپاره لازمه ده چې د ټولې بشري نړۍ لپاره یوه واحده ژبه تدوین او دود شي. (اِسپِرانتو ژبه) چې په ۱۸۸۷ ز کال د دکتور زامنهوف لهستاني له خوا رامنځته شوه، د همدې لړۍ د کوښښونو یوه کړۍ وه.
 
د ملي ژبې کارونه ډېرې داسې ګټې لري چې انکار ترې ناشونی دی. خو دا ښېګڼې او ګټې يې په دې مانا نه دي چې ګواکي د محلي یا سیمه ییزې ژبې څخه ګټه اخیستنه ګني بې ارزښته ده. یانې که رسمي ژبه د ملي یووالي او هویت لامل ګڼو، محلي ژبې هم باید د تفرقې سمبول ونه ګڼل شي. د امریکا متحده ایالاتو کې خلک په ۴۷۶ بېلابېلو ژبو خبرې کوي، خو دا هېواد هېڅ رسمي ژبه نه لري. بلکې، د قانون په رڼا کې هر امریکايي ته دا حق ورکړل شوی چې په خپله مورنۍ ژبه لیک لوست، خبرې اترې او راکړه ورکړه وکړي. د امریکا په څېر ځينې نور هېوادونه هم شته چې رسمي ژبه نه لري، خو د رسمي ژبې نشتون او په مورنۍ ژبه د راکړې ورکړې د حق تضمین یې د ملي یووالي او ملي هویت د ټينګښت پر وړاندې هېڅ ډول خنډ راپورته کړی نه دی؛ بلکې د دوی له ملي امنیت او ټيکاو سره یې مرسته هم کړې ده. له بلې خوا ډېر شمېر داسې هېوادونه شته چې رسمي ژبه هم لري، خو له محلي ژبو سره د کینې او تعصب له کبله آن په ملي کچه په نښتو او شخړو کې راښکېل او د سولې له ستر نعمت بې برخې دي.
 
اوس ډېری خلک په دې باور دي چې د نړیوالې سولې د ټينګښت او بشر د تمدني او فرهنګي تنوع ساتنې لپاره باید مورنۍ او بومي ژبې نه یوازې وساتل شي؛ بلکې زده کړه یې هم آسانه او تکلم یې دود شي. د ژب - څېړونکو په اند، هر څومره چې یو څوک په خپله محلي یا مورنۍ ژبه خبرې کوي، په هماغه کچه خپلې غوښتنې، اړتیاوې، خیالونه او ارزښتونه په آسانۍ مطرح کولای او له نورو سره اغیزناکې اړیکې ټينګولای شي. کله چې د مورنۍ ژبې په برکت د یو هېواد په کور دننه وګړو خپل منځي او له نورو هېوادونو سره دا ډول فرهنګي تمایلات، تعاملات او ناسته ولاړه دود شي؛ له یو بل سره د نښتو او جګړو امکان یې هم راکمېږي؛ ځکه هغه غوټه چې په ګوتو پرانیستل کېږي، هېڅوک یې په خوله پرانیستلو اړتیا نه ویني. همدلته ده چې مورنۍ ژبې بشري ټولنې سره نیږدې کوي او د سولې، امن او ټيکاو زمینه برابروي.
 
له همدې کبله، یونسکو د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په دویمه نېټه د فرهنګي تنوع نړیواله اعلامیه خپره کړه. د دې اعلامیې د لومړۍ مادې عنوان دی: «فرهنګي تنوع، د انسانیت ګډ میراث». په دې ماده کې وړاندې راځي:«فرهنګي تنوع د انساني ټولنو تر منځ د راکړې ورکړې، نوښت او رغونې د یوې سرچینې په توګه هماغومره اړینه ده، لکه د طبیعت لپاره چې بیولوژيکي تنوع (Biodiversity) اړینه ده. په دې مانا چې فرهنګي تنوع د انسانیت ګډ میراث دی او باید د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د ګټو او خوندیتوب لپاره په رسمیت وپېژندل شي».
 
د یونسکو په اند، د یوې ژبې په له منځه تلو سره یوازې د اړوند قوم فرهنګ له منځه نه ځي؛ بلکې د بشري ټولنې نور وګړي هم د یادې ژبې له کلام او له منځه تللي فرهنګ د پېژندنې، زده کړې او کارونې له نعمت محرومېږي.
 
د بومي ژبو د ساتنې یوه تر ټولو اغیزناکه لاره دا ده چې په بېلابېلو کچو د دغو ژبو د زده کړې امکانات برابر شي. په لومړي پړاو کې، کورنۍ په ځانګړې توګه میندې د محلي یا بومي ژبو ساتنه کې اساسي رول لري. دوی خپلو بچیانو ته د بومي ژبې په ورزده کولو سره د هغوی ذهني وړتیاوې پیاوړې کوي او په دې توګه عملا له ماشوم سره مرسته کوي چې هم پر څو ژبو مسلط شي او هم بومي یا محلي ژبه وساتي.
 
له بومي یا محلي ژبو د نورو وګړو زړه تورۍ یوه اصلي رېښه د تمسخر او بې محتوا طنزونو خپراوي لپاره د دغو ژبو کارونه ده. موږ باید په رسنیو او مجازي نړۍ کې په خپله مورنۍ ژبه داسې مطالب خپاره کړو چې د خپلې ژبې له پياوړتیا او ترویج سره مو مرسته کړې وي؛ یانې زموږ مطالب باید د بومي ژبې/ ژبو د له منځه تلو لامل نه شي.
 
ټولنپوهنه کې یو بل باور دا هم دی چې که چېرې په هره سیمه کې وګړو ته د هغوی وګړنیز حقونه او په ټولنیز ژوند کې د فعالانه ګډون مهارتونه او لارې چارې د هغوی په خپله محلي یا بومي ژبه وړاندې شي؛ ښايي پر رسمي ژبه/ ژبو تر وړاندې کېدو ډېرې ښې پایلې ولري. د دې ادعا د سموالي یو دلیل دا دی چې کله زده کړې په محلي یا بومي ژبه وړاندې کېږي، آن د هماغه اړوندې سیمې ډېر شمېر وګړي چې د سوادزده کړې کچه یې ټيټه وي، هم له وړاندې کېدونکو زده کړو او مسایلو سره لېوالتیا ښي او په یو ډول دا مسایل په ځان پورې تړلي ګڼي. محلي وګړي دا ډول زده کړې خپل قومیت او ژبې ته درناوی بولي او په ناغوښتلې (ناخودآګاه) توګه یې زده کړې ته هم چمتووالی ښيي. دا چې دوی له دا ډول مسایلو څخه غوره او آسانه درک ترلاسه کوي، نو په اړه یې غوره خبرې اترې کوي او په یادو برخو کې خپل منځي تعامل ورته آسانه او ګټور برېښي. افغانستان غوندې یوه داسې ټولنه کې چې قومي او ژبنۍ تنوع پکې په پراخ ډول شته، دا ډېره مهمه ده چې وپوهېږو، چې موږ له ټولو حقونو د برخمنېدو حق لرو او باید اجازه ورنکړو چې زموږ او نورو هېوادوالو تر منځ مو شته ژبني او فرهنګي توپیرونه زموږ ټولو پر مخ د خبرو اترو، راکړې ورکړې او هم فکرۍ ور وتړي.
 
له بده مرغه زموږ هېواد ډېر کله د خپلو ځوانو بچیانو د مرګونو ویر ژړولی دی. موږ ته بویه چې ژور درک ولرو، د خپلو ټولو فردي، ټولنیزو او په ځانګړې توګه سیاسي پرېکړو پر مهال د خپل ټینګار او انکار اړخونه وسنجوو. باید هېڅکله هېر نه کړو چې یوه ورځ ګڼ شمېر زده کړیالان یوازې په دې ګناه په عام محضر کې په مرمیو وویشتل شول چې د خپلې مورنۍ ژبې د رسمي کېدو غوښتنه یې کوله. زموږ دریځ باید دا وي چې د یوې نظریې، فکر او لیدلوري مخالفت یا پلويتوب باید هېڅکله هم زموږ لاسونه د نورو په وینو رنګ نه کړي. په مورنۍ ژبه د خبرو او لیکنې حق په څېر ډېر شمېر حقوق او ټولنیز ارزښتونه د اوږدې مبارزې، هڅو او آن کله ناکله د مبارزینو د ژوند په بیه ترلاسه شوي دي. له دې کبله مناسبه نه ده چې له دغو حقونو خپل هېوادوال یا د نورو بشري ټولنو وګړي محروم کړو او یا یو ځل بیا د پخوانیو وژنو او ورانیو اور ته پوکی ووهو. په دې هیله چې له مورنۍ ژبې په ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه زموږ په مور وطن افغانستان کې د سولې د ټینګښت د یوې اغیزناکې وسیلې په توګه ګټه واخیستل شي.