
دا چې بهرني هېوادونه هغه کوم هدفونه،چې د مسلمانانو فکرونه په بې ځایه او بې د کومې ګټې کارونو باندې مصروف کړي، چې تر څو خپل پلانونه د ځينو تبليغاتو او یا د نورو وسايلو له لارې وړاندې کړي . دا خو ښکاره خبره دا چې د پيسو او یا نورو داسې وسايلو څخه ګټه واخلي او د هغې په مقابل کې زموږ د مسلمانو عقېدې او فکرونه خراب کړي.
دا چې په مخکې وختونو کې ټکنالوژي دومره فعاله نه وه ، چې نوي نوي شیان یې توليد کړي وای او په هغه وخت کې یوازې ساده تليفون کم کم روښان کېدو، چې دغه تلېفون په وسېله د ورځيني ژوند ډېرې کمې ستونزې خل کولی شوې.
په هغه وخت کې بهرنيو هېوادونو داسې کم کم پلانونه پلي کول، خو هغه به بې ځنډه او بې ځايه ول، خو په اوس وخت کې ټکنالوژۍ دومره پرمختګ کړی، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته معلومات رسولی شي.
انګريزان همدغه پلانونه د تبليغاتو له لارې د ځينو وسايلو څخه په ګټې اخیستنې سره پلي کوي . چې د دغې ټکنالوژۍ د پرمختګ سره سم انګريزانو مسلمانو هېوادونو ته بيلابيل تلويزونه او نور داسې شیان چې په اطلاع رسولو کې مهم رول لوبولی شي راوستول، چې ترڅو د هغو وسايلو له امله انسانان په بدو اعمالونو اخته کړي او خپلو موخو ته ورسېږي.
بهر هيوادونه هغه کوم پلانونه چې د مسلمانانو پر ضد وړاندې ترسره کوي ، هغه د ځينو رسنيو له لارې د تبليغاتو په واسطه ترسره کوي، چې ترڅو خپلو شومو موخو او اهدافو ته ورسېږي، دا دغې موضوع له منځه وړلو لپاره باید د رسنيو مسؤلين د ادارې د پالسۍ او قانون مطابق خپرونې وړاندې کړي، چې ترڅو د انګريزانو پلانونه د خاورو سره خاورې شي.
دا چې زموږ په هېواد کې ځينې داسې اشخاص لېدل کېږي، چې د څو پيسو په بدل کې د مسلمانانو وينه تويه کړي او په دغه خلک په خپله انګريزانو ته لاره ښايي، ترڅو هغه کارونه چې دوی یې پلي کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. نو دا دې لپاره باید افغان هېواد بيلابيلې پروژې پلې کړي ، ترڅو دغه د هېواد دښمنان له منځه یوسي.
افغان دولت باید انګريزان دې ته پرې نږدي، چې د مسلمانو په منځ کې وېره واچوي او خلکو سره به بيلابيلو ډلو ووشي او مسلمان په منځ کې کرکه او نفرت پېدا کړي، دغه ستونزه کولی شي چې په راتلونکې کې مسلمانان په خپلو کې سره په جنګ او جګړه واچوي.