دوامداره مبارزه کول مو خپلو موخو ته رسوي!

دا خو ښکاره خبره ده، چې مبارزه په خپله ژوند دی، خو د دې لپاره بيا یوې پرمختللې او قوي ادارې ته اړتيا لېدل کېږي، ځکه که چېرې موږ یوه قوي او پرمختللې اداره ونه لرو نو زموږ ژوند به په بدو او چټياتو کې تير شوی وي، نو په ټولنه کې یو ښه رهبر يو ښه مشر ته اړتيا زياته ده، ځکه چې هغه په خپله یو اداره ښه کنترول کولئ شي او خپلې ادارې څخه هم په کلکه مبارزه کولائ شي.

داسې هم لېدل شوي دي، چې یو شخص به ډير مشکلات او په ژوند کې به ډيرې ستونزې ولري، خو بيا هم دا نه درد کوي، چې خپلې هڅې یې نيمګړې پاتې شي، بلکې تر خپلې وسې پورې خپل همت او ستونزې تيروي، چې ترڅو خپلو موخو ته ځان ورسوي.

نو په ژوند کې مبارزې ته ډېره اړتيا لېدل کېږي، هغه هڅې او کوششونه چې په ورځيني ژوند کې یې شخص ترسره کوي، هغه به ختمن کومه موخه لري، چې ترڅو خپلو ارمانونو او موخو ته ورسېږي، چې په راتلونکې کې یې ژوند رنګين او ښه ژوند ور په برخه شي.

که یو شخص وغواړي چې دوامداره مبارزه وکړي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، نو باید وېره احساس نه کړي، ځکه چې دغه وېره کولای شي چې شخص د ناکامۍ سره مخامخ کړي، نو باید هيڅ کله وېره ونه کړو، که چېرې د وېرې پر ځای خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، نو هغه موخې او ارمانونه چې لري یې ډېر زر به ورته ورسیږي.

هغه څوک چې په رښتوني ډول مبارز وي، نو د رښتونو مبارزينو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې په رښتوني او په صداقت سره مبارزې ته دوام وکوي.

نو باید مبازرې ته دوام وکړو، چې ترڅو خپل حقونه او په ژوند کې نورو موخو او لاسته راوړنو ته ورسېږو.