زړه دې څنګه وکړ؟

اراده هغه وخت د انسان فکر ته حواله شي چې کله په ټولنه کې د ګڼو تجربوي غوټو د سپړلو لپاره ګوتې په کار شي. ثابته ده چې د ولاړې ارادې پر مخ کې د پرتو غوټو په اچولو کې لومړی خپله د غوټه خلاصونکي (ارادي) لاس موجود وي؛ خو ورورسته چې کوم ذهني کشمکش د ارادي له خوا رامنځ ته شي؛ نو بیا په حال کې د خپل پرانیستي راتلونکي په خپلولو سره د همدې غوټې په خلاصولو شي.

اراده څنګه رامنځ ته شي؟
د هغه څه پروړاندې چې وینو یې او لیدلي مو وي فکري حرکت وکړو او د هغو لپاره د یوه برخلیک په لټه کې شو؛ نو فکر مو په یو ډول لار مندونکي حرکت بوخت شي او د یو راولاړې شوې ارادې په هڅه کې شي.

لکه وایو:
زړه دې څنګه وکړ؟
یا وایوو پر ځای فکر دې کړی.
کله دا هم اورو: دا جراآت دې څنګه وکړ؟
اراده پیدا کول د یو څه پر وړاندې، بیرونۍ انګېزه را ژوندی کوي او په فکر کې مو د هغه مسیر په لور بیایي؛ کوم چې موږ ته مننونکي او سم څرګندیږي.

د ټولنې څخه اخیستي خام مواد چې کله د فکر په بټۍ کې په پخو موادو بدل شي، د انسان اراده عمل ته ودانګي؛ نو ځکه اراده په یوه ژوندي جرآت بدله شي.

کله چې اراده د فکر په سمندر کې ملاک ووهي نو انسان ورته د لامبو وهلو د حل لاره لټوي کله چې لاره مونده شي نو د عمل تل ته یې د فکري زینې په وسیله ورکوز کړي.
ارادي قوه په انسان کې د بېلابېلو لارو راڅرګندیږي؛ هغه اراده چې د فعال فکر محصول وي، بریالۍ شي، یوې نتیجې ته ورسيږي. هغه اراده چې تر شا یې د ویده فکر لاس وي ناکامه او یا هم په نسبي ډول کمزورې عملي شي چې پایله یې انسان ته بې ګټې او ستړې کېدونکې ده.

پر استدلال ولاړه ژوندی اراده د مثبت متحرکه فکر زیږنده ده. دغه اراده له بل هر څه ډېره د ادب په مغزو کې غښتلې وي چې لیکوال یا شاعر دې ته هڅوي ترڅو هغه د کمال په کلیمو کې وپېي او د عمل امیل ترې جوړ کړي.

یو کار که انسان ته سخت وبریښي، د کړلو په اړه یې ګڼ تشویشونه په مخه کوي. په هر زمان او مکان کې د هغو د سرته رسولو په چورت کې وي چې له کومې لارې څخه په ګټه اخیستو یې څنګه سرته ورسوي، د حل لپاره یې ناارامه وي او په اړه یې ځوریږي.
خو ادب او هنر بیا سخت کار درته د یوې لویې ډبرې په شان ټوټه ټوټه اود وړلو په توان یې دې قادروي.

ادب په لطیفو لفظونو د ستونزمن مزل د لنډون لار، په زړه بوږنونکو، تجسوسي او عاطفي هنر پرمټ مشخصوي؛ داسې لکه ناروغ چې ترخه دوا د روغتیا په موخه د خواږه څیز په ملتیا تېروي، ادب هم یو سالم منطقه عمل چې انسان د هغو پیل ته لاس تر زنې ناست وي، ورباندې د پوره ډاډ، خوښۍ او بشپړې هنري همغږو قوو په مېړانې سره د پراخ هنرمندانه ښکلاییز ترسیم پر لرلو سره دې، دې ته هڅوي چې ورته مټې راونغاړې او په پوره باور او حوصلې یې سرته ورسوې.

د هنر په ژبه کې که مجازي نړۍ تمثلېدای شي خو ددې هڅه هم کېدی شي چې لوستونکي او اورېدونکي حقیقي نړۍ لید ته وهڅوي، په حقایقو یې خبر او په خوند یې پوه کړي.ژوند د ادب په اینه کې د حقیقتونو د لید ننداره او د ژوند د اصولو یوه ښونیزه رنګین اصله لار ده.

لوی خوشحال وایي:
پس له مرګه دی دا عزم
د خوشحال د تورې جزم
یا نیولی مخ مکې ته
یا مغلو سره بزم

دلته خوشحال هغه نیولې اراده موږ وینو چې د عمل جامه یې وراغوستې. کفن پرغاړه ، توره په لاس ، د الله ج په مرسته د مغولو مقابلې ته وردانګي.

په بیتونو کې څرګنده ده چې د خوشحال د ارادې ترشا ویښ او متحرکه فکر ولاړ دی؛ ځکه یې اراده په عمل بدله شوه.

په افغانستان کې د انګریزي ښکېلاک د ماتې خوړلو ترشا لوی قوت د ملالې ځواکمن عزم و چې د لنډۍ پر قوي تار کې یې وپېیه او د افغانستان غیرتمند ولس ته یې د عمل په زېور ورتر غاړې کړ. هماغه وو چې انګرېزانو او ملاتړیو یې په کلکه ماتې وخوړه او په شرمېدلیو سترګو له خاوره وتښتېدل.
شفیع الله حقیار