په افغان سوله کی د چین او هندوستان رول

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې ډیرو هیوادونو ته سفرونه وکړل او له هغو هیوادونو څخه یی غوښتنه وکړه تر څو په افغان سوله کی له افغان حکومت سره مرسته وکړی چی طالبان د خبرو میز ته کینوي.

خو دا ځل د زلمي خلیلزاد په څلورم سفر کی چی د افغان سولی لپاره یی د سیمی هیوادونو ته کاوه چین او هندوستان شامل وو. پوښتنه دا ده چې چین او هندوستان د افغان سولی لپاره څومره مثبت تمامیدلی شي؟

افغانستان او هندوستان له ډیری اوږدی مودی راهیسی مثبته ملګرتیا لري، هندوستان تل د افغانستان په سختو شرایطو کې ملګرتیا کړې او له افغان حکومت سره یې په دفاعي برخه کې د یو ګاونډي دوست هیواد په توګه لازمي مرستې کړي.

چین له افغانستان سره اوږده ملګرتیا لری او د افغان سولې لپاره یی هر وخت همکاري کړې. بله دا چې چین پر پاکستان هم خپل نفوذ لري. د پاکستان او افغانستان سیاسي اړیکي په جوړولو کې چین هیواد کوښښونه وکړل.

د دې ټولو باوجود اصلي خبره داده تر هغو چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات ونه کړي او د سولې پروسه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت ترسره نشي، نو تر هغو به دغه مهمه پروسه هغې موثرې پایلې ونه لري څنګه چې افغانان توقع لري.

د افغان حکومت دریځ په دې برخه کې بېخي روښانه ده ځکه افغان حکومت تل د رسنیو له لارې وایي چی موږ له طالبانو سره د سولې لپاره بین لافغانی مذاکراتو ته هر وخت چمتو یوو، خو طالبان د افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کوي او پر دې ټینګار کوي چې موږ له امریکا سره خبرو کولو ته اماده یوو.

په دې کې شک نشته چې د هند او چین په ګډون به د سیمې ځینې هیوادونه په افغان سوله کې خپلې ګټې لټوي او هر یو به کوښښ کوي چې خپله ګټه او برخه یې تر نورو زیاته وي، بیا خصوصاً د متخاصمو هیوادونو ترمنځ دغه ډول کشمکش زیات وي، مګر مهمه داده چې سوله باید ښه مدیریت شي او دا هغه مهال شونې ده چې طالبان له زړه نه سوله ومني او مذاکراتو ته غاړه کېږدي. که طالبان لا هم د سولې په نوم له امریکایانو څخه د امتیاز ترلاسه کولو او یا هم د پاکستان د اجنډاو د تطبیق په فکر کې وي، نو بیا به دغه سوله نتیجې ته ونه رسېږي.

کله چی د افغانستان د ملی امنیت مشاور حمدالله محب د هندوستان او چین هیوادونو ته سفرونه وکړل نو د هندوستان هیواد له لوری له افغان حکومت سره د همکاری په ډول د همدی کال تر پایه پوری د څلور جنګی هیلی کوپټرو د سپارلو وعده وکړه او له افغان حکومت سره یی د سولی په برخه کی د پوره همکاری ډاډ وښوده .

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وایی چین هیواد له افغانستان سره د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو هر ډول همکاری ته اماده ده او تر هغه پوری چی افغان حکومت او طالبان مخامخ خبری ونه کړی په افغانستان کی سوله ناشونې ده . افغانستان چی د دواړو هیوادونو نیږدی ګاونډی ده له همدی امله باید دواړه هیوادونه په ګډه همکاری وکړی تر څو طالبان له افغان حکومت سره د سولی خبرو ته اماده کړي .