
د ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخېستونکو په پراخه کچه د افغانستان د دفاع نوی وزیر اسدالله خالد ملاتړ کړی، او هغه یې د افغان تاریخي دښمن (پاکستان) چې په هیڅ صورت نه غواړي افغانستان کې ، امنیت او سوله راشي لوی د سترګو اغزی بللی دی.
نوموړی د پنجاب پر ضد په خپله تنده لهجه ډېر پیژندل کیږي او ډيری افغانانو یې د دغې پالیسۍ ملاتړ کړی دی.
اسدالله خالد یو باتور، پوه، سیاسي، بااحساسه، وطن پرسته او په ټوله کې هغه څوک دی، چې د پاکستان هر ډول پالیسۍ، کړنو او پلانونو ته باخبره شخص یادیږي، چې اوس د پاکستان له لپاره د زهرو غړپ ګرځیدلی او دا ډول اشخاص پاکستان ته د زغملو وړ نه دي.
بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان اسدالله خالد په بشري جرمونو تورن وباله او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې دی باید تر پوښتنو لاندي ونیول شي.
روڼ اندي بیا دغه تورونه یو ډول سیاسي توطیې بولي او وایي چې دغه اقدام بشري حقونو د اسدالله خالد د بدنومۍ په اساس کړي.