یو ځوان د ګلانو خرڅونکي ته ودرید، چې ګلان راوخلي ترڅو دوه سوه میله لار په ګلانو وپښي، چیرته چې مور یې اوسیږي.
څنګه چې ځوان له موټر څخه ښکته شو، نو په یوه ځوانه نجلۍ یې سترګې ښخې شوې، چې خفه ناسته وه. ځوان وپوښتله، څه مشکل دي؟
ځوانې نجلۍ ځواب ورکړ:
"غواړم چې یو ګل مور ته واخلم، ګل دوه ډالره قېمت لري خو ما سره، امممممم... پنځه اویا(۷۵) سېنټه راسره دي".
ځوان موسک شو او ویې ویل، " دا څه خبره ده راځه زه به یې درته واخلم".
ځوان نجلۍ ته ګل واخیسته او خپلې مور لپاره یې هم د ګلانو ارډر ورکړ.
څنګه چې نجلۍ د تلو په تکل کې شوه نو ځوان نجلې ته یې وویل، زه دې کور ته ورسوم؟
ځوانې نجلۍ وویل، "هو صیب، لطف به مو وي که زه مو خپلې مور ته ورسولم".
ځوان او نجلۍ په موټر کې سره روان دي، نیم ساعت مزل به یې کړی وي، دې وخت کې نجلۍ ځوان ته ناڅاپا د مقبرې طرف ته اشاره وکړه چې هغې خواته لاړ شه، چېرته چې دې دي مور بي بي تازه قبر جوړ وه او غوښتل یې چې تازه ګلاب ورباندې کیږدي.
ځوان وپس د ګلفروشۍ دوکان ته راغلو ترڅو د څو ګلانو پرځای غټه ګېډۍ راواخلي. همداسې یې وکړل او دوه سوه میله یې د خپلې مور کورته مزل وکړ.
پند!!
ژوند ډېر لنډ دی! هغه چا سره زیات وخت تېر کړه چې یو تربله سره ګران وی، مینه سره لری.
بل پند!!
یو تر بله سره ګران واوسی، په ژوندوني مینه ورسره وکړئ، احترام یې وکړئ، د مشکلو جوړولو پرځای د ارام او رحت فضاء ورته جوړه کړئ، عزت یې وکړئ ځکه چې، ژوند ښکلی دی! او بیا هر څه نه ټولنیز ژوند مهم دی، غوره یې کړئ!
درنښت او مینه!!
ژباړه: شېروان ودان
وروستي