د یو سرتېري داستان! (لڼده کيسه)

د یو سرتېري داستان!
له جګړې وروسته کورته د يو سرتيري د راتګ کيسه

سرتیري خپل مور او پلار ته له (سن پرانسیسکو) نه زنګ وکړ او ورته ویې ویل چې؛ ګرانو! زه کورته در روان یم خو یو غوښتنه لرم هغه دا چې، زما یو ملګری دی، غواړم خپل کور ته یې له ځان راسره راولم.
پلار او مورځواب یې ورکړ "سمه ده، موږ هم غواړو چې ور سره ووینو"

زوی یې وویل، "یوه خبره باید په یاد ولرئ هغه زما ملګری په جنګ کې سخت ټپي شوی دی، چې په ځمکني فشاري بم یې پښه ایښې وه، یوه پښه او لاس یې له لاسه ورکړي دي. اوس مهال یې بل ځای ته د تګ امکان نشته. غواړم چې موږ سره ژوند وکړي."

کورنۍ يې د دغه خبرې په اوریدو خوشينې شوه او ويې ويل "زویه! خو ښايي له ده سره په بل ځای کې د ژوند کولو لپاره مرسته وکړو، نه زمونږ په کور کې"

زوی یې وویل "نه پلاره، زه غواړم چې دی له مونږ سره ژوند وکړي."
پلار يې زوی ته وويل: "ته نه پوهېږې چې څه وایې، دغه معیوب انسان به زموږ د اوږو بار وکرځي. موږه ښه ژوند لرو او نه غواړو چې زموږ د ښه ژوند مزاحمت جوړ شی. زما په اند ته يوازې کورته راشه او ملګری دې پریږده. څه پر کوې دی به په خپله د ځان غم خوري".

پدې وخت کې يې زوی اړیکه غوڅه کړه او پلار یې نورهیڅ له زوی وانه اوریدل. اما څو ورځې وروسته یې کورنۍ ته د سن پرانسیسکو د پولیسو لخوا زنګ راغی چې زوی مو له يوې لوړپوړيزې ودانې ځان غورځولی او ځان وژنه کړې ده.

په زړه زخمي مور او پلار یې سن پرانسیسکو ته پرواز وکړ تر څو خپل زوی د استوګنې ښار (مورګیو) ته یې راوړي. پلار او مور هغه وخت زړه ماتونکی احساس وکړ، چې پوليس ورته د زوی نيم پاتی وجود وښوود. د زوی يې يوازې يوه پښه او يو لاس له تنې سره پاتې وو. پلار او مور يې د خپل زوی د ژوند ژغورنې هر ډول هڅې وکړې خو د هغه ټوټې - ټوټې انسان ژوند ونه شو ژغورلی.

د زوی معيوب ملګر ی يې کوم دويم کس نه بلکې په خپله د پلار او مور دغه نازولی زوی وو. ده په دې پار خپل معيبويت د ملګري په نوم اظهار کړ، چې که چېرې معيوب ملګری يې د ده کورنۍ ته د اوږو بار شي، نو لېرې نه ده چې دی هم د کورنۍ لپاره ستونزه او د اوږو بار وګرځي. د معيوبيت له ژوند يې د خلاصون لار ځان وژنه وبلله او د تل لپاره يې خپله کورنۍ د يو معيوب زوی له درلودو او د اوږو له بار کېدو خلاص کړه.

موخه: د نړۍ هر معيوب، ژوبل، خوار او زورېدل کس؛ د چا زوی، پلار، ورور او خاوند دی. هغه درد چې د خپلې کورنۍ له غړو سره يې لرئ، د انسانيت د سترې کورنۍ له هر غړي سره يې ولرئ.