د مېړه او مېرمنې اړیکه او پر اولادونو یې اغېز!

دګډ ژوند ترمنځ مینه، محبت او پر اولادونو یې اغېز!!
دا چې انسان د اونس له کلمې نه اخیستل شوی چې، مانا یې مینه او محبت کول دي؛ نو پدې اساس انسانانو ترمنځ مینه کول بیا بالخصوص په ګډ ژوند کې ترټولو ښه او ارزښت لرونکې بلل کیږي.

له همدې کبله ویلی شو چې، مینه د خاوند او مېرمنې په منځ کې یو او بل ته ابرازیږي، که یو او بل ته مینه برعکس ابراز نه شي، نو مینه به بیا د هغه ګل په څېر وي چې ښکلا لري خو لیکن بوي نه لري، چې دا ډول کړنې په خپله د خاوند او مېرمنې تر منځ پر اړیکو ناوړه اغېزې ښیندي، او ګډ ژوند له هر ډول حرکت څخه را پرځوي، او پایله به دا شي چې؛ په ژوند کې به خپل منځي اړیکې یو بل ته بیا هیڅ ارزښت ونلري او ژوند به یې د تاوتریخوالي نه ډک وي.

څومره چې د ښځې او خاوند تر منځ اړیکه سمه وي، په هماغه کچه پر اولادونو هم مثبت اغېز کوي، او روښانه راتلونکی به ولري. دا سمه ده چې د مېړه او مېرمنې تر منځ کله ناکله لفظي شخړې او د نظر اختلافات رامنځ ته کېږي، خو دا بیا د دوی په پوهې پورې اړه لري چې، څه ډول د خپلو اولادونو په مخ کې ادب مراعات کړي. همدا ده چې اولادونه زده کوي چې څه ډول په راتلونکې کې په مخ کې پرتې ستونزې حل کړي او له ورځنیو چارو سره جوړ جاړی وکړي.

دغه ډول څومره چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړیکې خرابې وي، په همغه کچه پر اولادونو منفي اغېز کوي او راتلونکی یې روښانه نه لیدل کېږي. د پلار عمر هم له اولادونو سره د مینې، لوبو او روزنې په برخه کې توپیر کوي. تر ډېره هغه پلرونه چې لا یې د ځوانۍ باغ تازه وي، خپلو اولادونو ته رسېدلی شي او مینه ور سره کوي، ورځنۍ چارې یې څاري او له خپلو اولادونو څخه وخت پر وخت ځان خبروي، خو کله چې د پلار عمر پخېږي او د اولادونو شمېر یې زیاتېږي، بیا یې دومره د زړه زور نه وي. اولادونه هم تر ډېره په دې وخت کې زړه نه ښه کوي چې پلار یې د ځوانۍ چمونه ورته وکړي

حل لارې!
په ګډ ژوند کې یو بل ته دمینې څخه ډکې خبرې!
د عاطفې، مینې او زړه سواندۍ څخه ډکې خبرې چې په بشپړ ډول سره یو بل ته وکړل شي، او په خپلو معمول کړلو خبرو کې د خواخوږۍ او همدردې شات پراته وي او استعمال شي، نو دا یو پر بل مستیمآ او ژورې اغېزې درلودلی شي.

خواږه القاب کارول!
په ګډ ژوندانه کې یو بل ته خواږه او د مینې ډک کلمات، او له ناز څخه ډک نومونه او یو لړ هغه وسایل چې په مرسته ېې یو له بل سره مینه پیاوړي کیږي نو له داسې کړنو نه اسفاده کول!

ټوکې او ساعت تیري!
له خپلې مېرمنې سره په ورین تندي ملاقات، نرمې خبری، له خندا نه په ډکه څهره او داسې نور به هغه لارې چارې وي چې؛ مخاطب لوري ته خوشحالتیا بښي.

پایله:
په ګډ ژوندانه کې هغه وخت خوشحالي، سوکالي او نیکمرغي را منځ ته کیدلای شي چې؛ کله دواړه دا تصور ولري چې مونږ یو د بل بشپړولو او تکمیلولو لپاره کار کوو، او د ژوند په دې اوږده سفر کې به یو د بل پاملرنه، عزت ساتنه، متقابل احترام، د مینې، محبت، ناز او ادا او د خیالاتو ساتنه وکړو.

د خاوند او مېرمنې تر منځ د خواخوږۍ د اړیکو د ځواکمنتیا لپاره کېدلای شي له ډېرو لارو څخه استفاده وشي خو په عمومي توګه په پاسنۍ لیکنه کې ورباندې وغږیدم او تریوه حده مې دغه موضوع تحلیل کړه. او که په دغه لارو چارو سم عمل وکړو نو لیرې به نه وي چې؛ ژوند به مو د بیلابیلو خوښیو او نیکمرغیو څخه برخمن وي او د لالهانده ژوند غمونه به مو تر ډیره کم شي.

درنښت او مینه!
ژورنالېست شیروان ودان
د یو اباد، سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله!!