
کله چی په کابل کې د چین ، پاکستان او افغانستان تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې د سولې ، سیمه ییزې همکارۍ او له تروریزم سره پر مبارزې خبرې شروع کېدونکې وې، سره له دې چې د پاکستان په هڅو شک کېږي، مګر بیا هم افغانان دغو خبرو ته ډېر خوشبین وو، دوی هیله من وو چې که پاکستان او چین په رښتینې توګه له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي دواړه هیوادونه په طالبانو کې د پراخ نفوذ له امله طالبان له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مخامخ خبرو ته اماده کولی شي.
کله چې درې اړخیزه غونډه پای ته ورسېده له درې اړخیزې غونډې ډیر وخت تېر شو خو لا هم پاکستان په افغان سوله کې صادقه همکاري ونه کړه . سره له دې چې د امریکا متحدو ایالتونو بار بار له پاکستان غوښتي چې یا د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او یا به ورباندې سیاسي او اقتصادي فشارونه او حتی بندیزونه زیات شي.
پاکستاني مقاماتو د امریکا د ولسمشر په غوښتنه هغو هیوادونو ته سفرونه شروع کړل چی له طالبانو سره یی په مستقیم او یا غیر مستقیمی ډول اړیکی لرلی او له هغو څخه یی غوښتنه وکړه چی باید په افغان سوله کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وشی تر څو په افغانستان کی شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي .
د تر کیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه هیواد کې غونډه وکړه او د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند وویل چی په دغه لیدنه کی د دواړه هیوادونو استازي په دې صلاح شوی چی د افغان جګړی د پای ته رسولو لپاره باید ګډو هڅو ته دوام ورکړو تر څو د افغان جګړی د حل لپاره یو سوله ییزه حل لار پیدا کړو.
کله چی د پاکستان لمړی وزیر او د ترکیې جمهور ریس لیدنه وکړه نو د ترکی ولسمشر وویل هیواد به یې د محلی انتخاباتو نه وروسته د پاکستان ، افغانستان او ترکیې تر منځ درې اړخیزه غونډه جوړوي چې تر ډېره به پکې پر هغو ناخوالو غږیږي چی د افغانستان او پاکستان تر منځ په دا وروستیو کی رامنځ ته شوی دی.
مګر افغانان لا هم د پاکستان په نیت او اراده شک لري او دوی پوهېږي چې پاکستان د صداقت نه، بلکې د هغه فشار د دفعه کولو لپاره هلې ځلې کوي چې په پاکستان راتلونکی دی. ډان ورځپاڼی خبر خپور کړی چی د پاکستان د ترهګری د مالی مرستو او غیر قانونی پیسو لیږلو د څار نړیوالی اداری یا (فاینانشل ایکشن ټاکس فورس ، ایف ای ټی ایف) ته خپل رپورټ ورلېږلی او د عارف احمدخان په مشری یی ۱۲ کسیزه پلاوی د اسټرلیا سیډنی ښار ته لیږلی او هلته به د ایف ای ټی اېف په دری ورځنی غونډه کی د ګډون تر څنګ خپل رپورټ نړیوالو ته بیان کړی.
پاکستان غواړی چی د نړیوالو او افغانانو په سترګو کی خاوری ورواچوی او نړیوال پر دی ډول غونډو قانع کړی چی پاکستان حکومت د افغان سولی په برخه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی او په همدی هدف پاکستان نړیوالو ته د فریب په شکل وایی چی موږ د افغان جګړی د پای ته رسیدو لپاره د سیمه یزی اجماع د جوړیدو په حال کی یو.