مورې زړه مـې سوړ دی لږ يــــــې تود کـړه په ميــنه
ســــتړی دی د ژوند ناخوالو وړې تـرې خوږه ميـــنه
پريږده چې لږ وژاړمه وروسته مې بيا ښکل کړه ته
اوري مــــــې په زړه د ماشـــــوم تــوب وړه وړه مينه
ګـــــــــــــورم د ټيـــــــــکري تــــه اله ژر پلـــــو راواړوه
خلاص يې کړه او راکړه ترې يو څــو دانې ميوه مينه
خير دی که تر منــځ مو هيوادونه او سيـــندونه دي
لمونځ چې مــــورې وکړې په دعا کــــې راليږه مينه
مورې له تا لرې دا ژوندون راته ژوندون نه ښکاري
خدايږو څنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مينه
دلته چــــې له چا ســــره مـــــــــــــور وويــــنم نو ليږمه
نور خو مې وس نه وي راپه زړه کړم ستـــا زړه مينه
مينه مينه اوســـــه زما ټر ژونده زما خـــوږې مـــورې
ســــــتا په ژوند ژوندۍ ده زما د ژوند خـــــوره مينه
ربه غضري درنه په ژوند کـــــې نور څـــــــــه نه غواړم
مور راســـــره پريږده درنــــــــه غواړم دغــــــه يوه مينه
وروستي